مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سرچینې: په کابل ښار کې ناقانونه وسله وال ډېر شوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپتاڼه
باوري سرچینې او شنونکي وايي، په کابل کې د ناقانونه وسله والو شمېر تر بل هر وخت زیات شوی؛ خو پر وړاندې یې هېڅ ډول حکومتي غبرګون نشته او دغه کار په ښار کې قانون ماتونې، غلاوو او سړي تښتونې ته زمینه برابره کړې ده. باوري سرچینو سرنوشت ته ویلي چې کورنیو چارو وزارت ته هره ورځ څو راپورونه راځي چې په ښار کې زورواکي او پخواني قوماندانان له ځان سره ناقانونه وسله وال ګرځوي؛ خو له دې امله چې په وزارت کې د دغو کسانو ملاتړي زیات دي څوک يې پر وړاندې غبرګون هم نه ښيي. دغه امنیتي سرچینې سرنوشت ته وویل چې پخواني قوماندانان، زورواکي او د دولت دننه کړۍ د کورنیو چارو له وزارت څخه د یوه یا څو میله وسلې د ګرځولو جواز اخلي؛ خو له ځان سره څو میله ناقانونه وسله هم ګرځوي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، ډېره ناقانونه وسله د کابل په څنډو پنځمه ناحیه، خیرخانه، هودخېلو او احمدشاه بابا مینې په سیمو کې ګرځول کېږي چې د همدې وسلو پر مټ هره شپه د غلا، سړي تښتونې او قانون ماتونې پېښې رامنځ ته کېږي. د کابل ښار اوسېدونکي بیا وايي، که کورنیو چارو وزارت چا ته د ساتونکي په نوم وسله ورکوي باید تر اوږدو پروسو تېر شي او ځانګړی یونفورم ورته وټاکي. د پنځمې ناحیې یو اوسېدونکی شمس الرحمن وايي، د ښار په ځينو سیمو کې پخواني قوماندانان له ځان سره داسې وسله وال ګرځوي چې نیمايي یې هم د وسلې جواز نه لري او هغوی د یوه ساتونکي نه، بلکې د غله په شکل ښکاري. ده سرنوشت ته وویل: ((زه تاسو ته عملي بېلګه درکوم، د کورنیو چارو وزارت دې راشي په پنځه ناحیه کې دې د قوماندان طوفان ساتونکي وګوري، چې څو تنه یې قانوني وسله لري او څومره ناقانونه ګرځوي، دا ساتونکي نه کوم یونفورم لري نه هم کوم نښان او چې هر ځای ګرځي د وېرې خپرېدو لامل کېږي.)) د خیرخانې یو بل اوسېدونکی منصور د یوې بلې بېلګې یادونه هم کوي او وايي: ((په خیرخانه کې د قوماندانانو زامن هر یو یې له ځان سره ناقانونه وسله ګرځوي، د قوماندان ګل حیدر خپلوان، یا د حکومت د نورو لوړپوړو چارواکو خپلوان ډېری یې د وسلې ګرځولو قانوني جوازونه نه لري.)) شنونکي بیا وايي، په ښار کې د ناقانونه وسله والو پر وړاندې د حکومت نه غبرګون دغه کسانو ته نور جرئت هم ورکړی دی. سیاسي کارپوه واقف الله روحاني سرنوشت ته وویل، که په ښار کې د ناقانونه وسله والو مخه ونیول شي د جنایي پېښو کچه به ډېره راټیټه شي. د ده په باور، ناقانونه وسله وال پر دوو ډلو وېشل شوي، یو یې د حکومتي چارواکو یا قوماندانانو د ساتونکو په نوم ناقانونه وسله وال دي چې د څو میلو جواز اخلي او څو میله نوره ناقانونه ګرځوي، دویمه ډله یې په زورواکو پورې تړلي کسان دي چې د ډېری جنايي پېښو عاملین هم همدا کسان دي. نږدې میاشت وړاندې په کابل کې د جي، ای، زیټ جرمني موسسې یوه ښځينه کارکوونکي چې له قلعه فتح الله څخه تښتول شوې وه خوشې شوه او هغه مهال سرنوشت ته باوري سرچینو ویلي وو چې دغه مېرمن د کابل ښار په شمالي برخه کې ناقانونه وسله والو ساتله او د پیسو په بدل کې یې خوشې کړه، چې دې ته ورته د ناقانونه وسله والو د جنایتونو نورې بېلګې هم شته دي. هڅه مو کړه په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم را واخلو؛ خو له بیا بیا اړیکو سره هم بریالي نه شوو. تر دې وړاندې د وزارت ویاند صدیق صدیق په خپلو خبري ناستو کې څو ځلې اونیز ارقام خپاره کړي چې پولیسو په ښار کې ناقانونه وسله او وسله وال نیولي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery