مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د سوداګرۍ وزیر: د ژمي لپاره مو ۱۵۰ زره ټنه ګاز اخیستی

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې په بازار کې د سون توکو پر بیو کنټرول لري او د سږ کال ژمي لپاره په بهر کې ۱۵۰ زره ټنه اوبلن ګاز اخیستل شوی دی. ولسي جرګې پرون د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا د نفتي توکو د بیو د لوړېدو او د افغانستان بانک مشر خلیل الله صدیق د افغانۍ د ټیټېدو په اړه استجوابیه غونډې ته وربللي وو. د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا د جرګې په استجوابیه غونډه کې دوه هغه لاملونه په ډاګه کړل چې د سون توکو بیې یې لوړې کړې دي. هغه زیاته کړه، ترکمنستان چې افغانستان ته د سون توکو لوی صادروونکی هېواد دی، په دې وروستیو کې یې د نفتو په فابریکو کې د چاڼ کونې کار پیل شوی دی او دغه کار سبب شو چې افغانستان ته لږ سون توکي وارد شي. د هغه په وینا د ترکمنستان سون توکي افغانستان ته په ټیټه بیه تمامېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ لاره هم لنډه ده. نوموړي د سون توکو د بیو د لوړوالي بل لامل د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ټیتوالی وباله. ده وویل، که د تېرې کال د همدې مودې په پرتله د سږ کال بیې چې ډالر د ۵۸ افغانۍ په شاوخوا کې وو او د یو کیلو ګازو بیه تر شپېتو لوړه وه؛ سږ کال بیې ټیټې دي. د سوداګرۍ وزیر وايي چې سږ کال د بیو په لوړېدو سره لاس په کار شول او په بازار کې یې د مداخلې له لارې وکولای شول چې نرخونه کنټرول کړي. هغه وویل چې د سوداګرۍ وزارت په وروستیو کې د څلوېښت بابه ثابتو او لس بابه ګرځنده مغازو له لارې په ارزانه بیه اوبلن ګاز بازار ته عرضه کړ. رسا وايي چې اوس مهال په بازار کې د یو کیلو اوبلنو ګازو بیه د ۵۵ افغانیو او تر دې کښته کچه کې قرار لري او هڅه کوو چې بیې تر دې هم ښکته کړو. نوموړي د وکیلانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت ولې په بازار کې مداخله نه کوي، وویل چې د حکومت مداخله سل په سلو کې نه ده، خو په دې اړه بحثونه روان دي او ولسمشر په ځینو طرحو کار کوي. د سوداګرۍ وزیر وویل که حکومت پرېکړه وکړي چې د سون توکو واردات په خپل انحصار کې واخلي، نو اړتیا ده چې د مالیې وزارت ورته پیسې ورکړي څو دوی د افغانستان د اړتیا وړ توکي وپلوري. خو همایون رسا وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره یې پر ځینو لارو چارو غور کړی دی. هغه په دې برخه کې ستونزو ته په اشارې سره وویل چې ټرانسپورټ د سون توکو بیې لوړې کړې دي او د دې ستونزې د حل لپاره په پام کې ده چې له ترکمنستان څخه د افغانستان تر اقینې او تورغنډۍ بندرونو پورې د ګاز نللیکه وغځول شي. د سوداګرۍ وزیر وویل چې ترکمنستان ته د افغان پلاوي د سفر پر مهال دغه هېواد ژمنه کړې چې تر اقینې او تورغونډۍ پورې به پایپ لاین غځول کېږي او هلته به ترمینلونه جوړېږي. د هغه د معلوماتو له مخې په دې اړه د کابینې په غونډه کې خبرې شوې دي او د مالیې وزارت ژمنه کړې چې په اقینه بندر کې د نفتي زېرمو د جوړولو لپاره به بودجه ځانګړې کړي. دی وايي چې د نفتي زېرمو په جوړېدو سره به د ټرانسپورټ ستونزه حل شي او د ګازو او تېلو په بیو کې د پام وړ کموالی راشي. هغه ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې افغان سوداګرو د سږ کال ژمي لپاره د اړتیا وړ کافي ګاز اخیستی او بیې به تر دې لوړې نه شي. د سوداګرۍ وزیر وايي چې سږ کال د افغانستان د ګازو ټوله اړتیا ۱۰۰ زره ټنه ده، خو تر دې ډېر یعنې ۱۵۰ زره ټنه اخیستل شوي دي. د هغه په وینا له ترکمنستان، روسیې او ایران سره د ګازو د پېرلو په برخه کې قراردادونه شوي دي. نوموړي هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې حکومت پر بازار کنټرول لري او د سون توکو بیې به تر دې هم ټیټه شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery