مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

شاورلېټ په بلخ کې د موټرو د مونتاژ فابریکه جوړوي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د شاورلیټ موټر جوړونې امریکايي فابریکه په پام کې لري چې په افغانستان کې خپله څانګه پرانېزي. ټاکل شوې چې دغه کمپنۍ د هېواد په بلخ ولایت کې د شاورلیټ ګاډو د مونتاژ یا پروسس فابریکه جوړه کړي. د بلخ چارواکي وايي چې د یادې کمپنۍ استازو ور سره خبرې کړې دي، خو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د بلخ ولایت د سکتوري خدماتو رییس ذبیح الله اختري وايي چې د شاورلیټ کمپنۍ یوه پلاوي د بلخ له سرپرست والي عطا‌ءالله نور سره کتلي. اختري همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې په دې کتنه کې د امریکا د موټر جوړونې د مشهوري کمپنۍ «Chevrolet » استازو غوښتنه وکړه چې په بلخ ولایت کې ور ته د پانګونې زمینه برابره کړي. اختري وویل، شاورلیټ کمپنۍ په پام کې لري چې په بلخ ولایت کې د موټرو د مونتاژ یا بسته بندۍ فابریکه جوړه کړي. ده زیاته کړه، د بلخ سرپرست والي له هغوی څخه وغوښتل چې په دې اړه خپل اقتصادي پلان جوړ او افغان حکومت ته یې وړاندې کړي. د بلخ ولایت د سکتوري خدماتو رییس وايي چې د شاورلیټ کمپنۍ د اقتصادي پلان تر ارزونې وروسته به مرکزي حکومت پرېکړه وکړي چې دغه کمپنۍ ته د فعالیت اجازه ورکړي او که نه. هغه څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د پانګونې په اړه د یادې کمپنۍ پلان د هېواد په ګټه و، نو د پانګونې اجازه به ورکړل شي. ذبیح الله اختري په افغانستان کې د شاورلیټ کمپنۍ د لومړنۍ پانګې د څومروالي په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې دغه پانګونه به لسګونه میلیونه ډالره وي. هغه وویل چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د یادې کمپنۍ اساسي غوښتنه د ځمکې او برېښنا د اسانتیاوو برابرول دي. د اختري په وینا د دې لپاره په صنعتي پارک کې ځمکه شته او د برېښنا په برخه کې هم ستونزه نه لیدل کېږي. نوموړي په افغانستان کې دغه ډول پانګونه اړینه او مهمه وبلله چې په وینا یې د هېواد د اقتصاد له غوړېدا سره مرسته کوي. ذبیح الله اختري وايي، د شاورلیټ کمپنۍ په پام کې لري چې له افغانستانه خپل تولیدات د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ولېږدوي. هغه د دې فابریکې د ګټې په اړه وویل:«دا فابریکه به موږ ته دوه ګټې ولري، لومړی دا به د افغانستان موټر جوړوونکې فابریکه وي او دویم دا چې سلګونه افغانانو ته په مستقیم او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.» اختري دغه راز وویل چې د صادراتو په صورت کې به دا کار افغانستان ته یوه اندازه بهرني اسعار هم په لاس ورکړي. شاورلیټ په امریکا کې د موټر جوړونې مشهوره نړیواله کمپنۍ ده چې په ۱۹۱۱ کال کې د «لوییس شاورلیټ» او «ویلیام سي.ډورانټ» له خوا جوړه شوه. د امریکا متحده ایالتونه، برازیل، چین، روسیه، مکسیکو، کاناډا، ارجنټاین، ازبکستان، هند او کولمبیا د شاورلیټ کمپنۍ تر ټولو مهم بازارونه دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery