مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-26   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

ولسمشر کندوز ته لاړ

لودين
ولسمشر محمداشرف غني د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کندوز ته لاړ او هلته به په امنيتي، اداري او يوه بله ناسته کې برخه واخلي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزير ويس برمک، د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزير محمدالله بتاش، ځينې نور حکومتي چارواکي، د ملي شورا ځينې غړي او خبريالان له ولسمشر سره په دې سفر کې ملګرتيا کوي. سرچينه زياتوي چې ولسمشر غني او ورسره چارواکي به په کندوز کې لومړى په يوه امنيتي او وروسته په يوه اداري او بله لويه ناسته کې برخه واخلي. د ولسمشر او ورسره کسانو لېږدوونکې الوتکه څو شېبې وړاندې ( سهار اته نيمې بجې) کابل کې د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه د کندوز پر لور والوته. ولسمشر د تلې په ٢٤مه هم کندوز ته تللى و او هلته يې په يوه ناست کې د امنيتي ځواکونو يو شمېر منسوبينو ته مډالونه ورکړل. د کندوز ښار د تلې په شپږمه د وسله والو طالبانو لاسته ولوېد، خو تر څو ورځو جګړو وروسته بېرته دولتي ځواکونو ونيو. د راپورونو له مخې، په دغې جګړه کې طالبانو او دولتي ځواکونو ته له مرګ ژوبلې پرته، ډېر ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery