مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زغم د ادبياتو په ښار کې

دادمحمد ناوک

 

 

«د ادبياتو ښار» د ډاکټر محيب الله زغم د امريکا يونليک دی، چې تازه خپور شوی دی، ډاکټر صاحب زغم په ۲۰۱۲ ميلادي کال کې امريکا ته د ليکلو  نړيوال پروګرام کې د برخه اخيستو په موخه تللی و، خو کتاب یې سږ خپور شو.  زغم صاحب په يونليک کې يادونه کړې ده، چې وړاندې تر دې يې د امريکا په سفارت کې يو فرهنګي ملګري له امريکايي ليکوالو سره د ملاقات يوه زمينه برابره کړه، چې د امريکايي او افغان ليکوالو تر منځ پکې نظرونه او ليکنې شريکې شوې او وروسته د همدې پروګرام په وسيله امريکا کې د ليکلو نړيوال پروګرام «iwp» کې برخه وال شو، په دې دوه مياشتني پروګرام کې د نړۍ له ګوټ ـ ګوټ نه يودېرش تنو لیکوالو برخه اخيستې وه، چې د ليکنو او نظرونو شريکولو او ژباړلو لپاره يې په ايوا ښار کې د اوسېدو زمينه ورته برابره شوې وه.

انسان د ټولنيزې ځانګړنې په لرلو سره د ټولنې په تاثراتو کې رالويېږي، هره ټولنه د ژوند خپل ټاکلي اصول لري او پکې رالويېدونکی انسان د همدې اصولو په رڼا کې پر حالاتو تبصره کوي، د ژوند د هرې برخې معيار يې له همدې اصولو رغول شوی وي او د نړۍ په سطحه هره ټولنه خپل ټاکلي ديني اصول هم لري، هغوی چې بېخې د بې دينۍ ډنډوره غږوي، د خپل نفس په دين کې دي او که هرڅومره له ټولنیزو اصولو او يا ټاکل شوي دين نه سر وغړوي د خپل نفس په دين چلېږي او له خپله ځانه ټاکلو اصولو په رڼا کې پر نورو تبصرې کوي؛ هغوی چې فکر کوي چې دين انسانان سره وېشي په غلطه ځکه دي چې که انسانان بې دينه پرېښودل شي، د فرديت کړنې انساني ټولنه ګډوډوي او د يوې مطلقې حيوانې ټولنې باور پرې کېږي، چې موږ يې تر اسلام او تر هغه وړاندې تر عيسويت مخکې نمونې په تاريخ کې لولو، یا هم په اوس وخت کې چې ځينې دين ته ژمن نه دي، خو مجبور دي چې له انساني ذهنه ټاکلي اصول وړاندې کړي، چې دا اصول دوی قانون معرفي کوي او د اجراييه قوي په واسطه يې د نفاذ هڅې کوي، له همدې انساني هڅې هم برېښي چې د ټولنې د سمون، کنټرول او څار لپآره ټاکليو اصول ته اړ يو، خو که دا اصول تر انساني فکره پورته، مطلقه سرچينه ولري، لا به ښه وي، ځکه هغه قانون به يوه ټولنه ډېر ژر ومني چې د قانون جوړونکي پکې شخصي ګټه نه وي. ځکه خو دين ته اړتيا ده.


پورته تبصره مې ځکه وکړه، چې وړاندې مې د زغم صاحب دوه ناولونه، «ځورونکی» او تر هغه وړاندې « ځانمرګی» لوستي و، چې د ده فکري سیر راته معلوم و، خو دلته مې داسې فکر نه کاوه، چې ده دې امريکايانو ته هم زموږ ټوله ټولنه له خپله يوازينې، وچ فردي ليده معرفي کړې وي، ځکه چې دلته د ټولې ټولنې د حیثيت خبره مطرح وه او زغم صاحب د ليکلو په دې پروګرام کې د ټول افغانستان د ليکوالو يو ډول استازيتوب کاوه، ښايي نوموړي ووايي چې زه د چا په استازيتوب نه وم تللی، د خپلو اړيکو له مخې پخپله تللی وم، خو هغلته امريکا کې نورو ليکوالو دی د افغان ليکوالو يو نمونه هرو مرو ګاڼه. خو نوموړي د دې پروګرام د ګډونوالو د پېژندلو په لړ کې د خپل فکر د پيچکاري هڅه پیل کړې، نوموړي د نورو ليکوالو د پېژندلو په برخه کې د هغوی له سياسي يا هم ديني ليده سره کومه تبصره نه دې کړې، خو مثلاً د مصري ليکوال «خالد البري» په اړه يې تبصرې کړې او ليکي: «دی يوه وخت کې د يوي اسلاميستې ډلې غړی و خو کله چې د هغوی په نيت پوی شو، ځينې بېل شو او د يو اسلاميست پر ژوند يې د «ژوند تر جنت ښکلی دی» ناول وليکه چې په مصر کې يې غوغا جوړه کړه. په ناول کې بې پرې غږېدلی دی. دغه جملې يې وګ
ورئ: ... چې کوټې ته ور ننوتم، ومې لید چې ملا ورباندې سپور دی.» (۲۴م مخ). د ليکوال مطلب دا دی چې له اسلامي ډلو سره په يو ځای کېدو به تر پښېمانۍ تر بريده رسېږئ او ښايي د خالد البري غوندې بیا پخپله د ملايانو په اړه داسې څه ووایاست، که يې دا مطلب هم نه وي، خو حد اقل د داسې یو ذهنيت د خپراوي هڅه يې کړې، چې له اسلامي ډلو سره ځينې ځکه ملاتړي دي، چې په «نيت» يې نه پوهېږي او په اسلامي ډلو کې د «سپرېدلو» داسې کيسې روانې وي. زما دا برداشت د دوی د بل ليکوال په معرفۍ کې لا باوري کېږي. زغم صاحب د سعودي عربستان د يو ليکوال عبدالله ثابت چې په دې پروګرام کې برخه وال و، د پېژندنې په اړه تبصره کوي، ليکي: «پخوا يې په القاعدې پورې تړلې یوې ډلې سره ملګرتيا وه، ان څو ځله افغانستان ته د سفر پلان ورته جوړ شوی و چې جهاد وکړي خو ده هم القاعده وپېژندله او ځينې وتښتيد، بيا مجبور شو چې کلی کور پرېږدي او جدې ته ورشي. «ترهګر(الارهابی)» ناول يې د همدغو تجربو بيان دی.» (۲۸م مخ). بيا هم وړاندينی ذهنيت چې ګواکې القاعدې سره مله کسان القاعده پېژني نه؛ او عبدالله ثابت افغانستان ته پخپله د جهاد لپاره نه و روان؛ بلکې د جهاد لپاره د سفر «پلان» ورته جوړ شوی و.


د يونليک په اوږدو کې د زغم صاحب نثر ځای ـ ځای خوږلني لري او د سړي پرې د هنري نثر تنده ماتېږي خو دا ډول نمونې په ټوله کې ډېرې کمې دي، مثلاً  د ايوا ښار د يوې شپې د هوا په اړه ليکي: «را روانه جمعه به بارک اوباما پخپله ايوا پوهنتون ته راشي. خلک او امنيتي ارګانونه ورته تياری نيسي. داسې ښکاري چې طبعيت هم له دوی سره يو شوی دی، بېګا شپه پرېمانه باران وشو او هوا يې ډېره خوندوره کړه، داسې پسته لکه د یار ساه.»(۳۷م مخ). خو تر همدې برخې وړاندې يې د ايوا په صفت کې نورې کرښې هم کښلې او د ايوا پر سيند يو پل يې په هلمند کې د هلمند پر سيند له يو پل سره پرتله کړی، چې ګواکې دواړه زاړه پلونه دي، خو د هلمند پر سيند چې کوم پل جوړ شوی سړی داسې انګېري چې بس پرې تېرېدونکی موټر به وروستی وي، خو په ايوا کې بيا زوړ پل هم مستحکم و، فکر کوم د دې دواړو پلونو همدومره پرتلې بسنه کوله، خو له بده مرغه پر زغم صاحب د خپلې کمترۍ احساس ډېره  غلبه کړې او په وزيرو کې يې د کوم پېښوري ګورنر کيسه هم را اخیستې، چې له وزيرو سره پخپله لهجه غږېدلی و، نو وزيرو  ورته ويلي و، چې تر ژبې دې جار خو کاش چې کاپر نه وای دوزخ مې نه در باندې لورېږي، ده ورته ويلي و، چ
ې موږ به پخپل عمل دوزخ هم جنت غوندې کړو، خو تاسې به پخپل عمل جنت درته دوزخ کړئ.


که څه هم زغم صاحب ډاکټر دی، تر دې وړاندې هند ته هم تللی دی، خو امريکا ته يې دا لومړی سفر دی، خو د کمترۍ د احساس بله نمونه يې سړی لا باوري کوي، چې زغم صاحب ته په دې سفر کې ځان ډېر ووړ ښکاره شوی دی، مثلاً د امريکايي ټاکنو په لړ کې ايوا ته د بارک اوباما د کمپاين د غونډې کيسه چې راته کوي، نو عنوان يې ورکړی: «جمعه د سپټمبر ۷، د اوباما په پنځوس مترۍ کې» دا عنوان سړي ته ور ښيي چې ليکوال ته ځان څومره خوشبخته ښکاري، چې د بارک اوباما په پنځوس مترۍ کې ځان ويني، خو پردې سربېره د خپل يو عرب ليکوال یادونه کوي چې هغه په غونډه کې ويلي و، چې شکر کوم اسراييلی په دې پروګرام کې راسره نشته؛ خو زغم صاحب په ټول يونليک کې د دې هڅه کړې چې افغان ليکوال داسې ډول هلته معرفي کړي، چې اوس له امريکا سره بشپړې دوستانه اړيکي لري او د امريکا يرغل ګواکې ټول ليکوال «بشري مرسته» بولي. د دې خبرې د پخلي لپاره به ووايم، چې زغم صاحب په دې پروګرام کې خپلې دوه کيسې « مور او لېوه» او « قومندان پلنګ» ګډونوالو ته ور اورولې دي او د فلمونو په برخه کې يې د افغاني فلمونو له ډلې د صادق برمک « اسامه » فلم ورته ننداره کړی دی. په دې درې واړو نمونو کې نوموړي هڅه کړې چې د نړۍ ليکوالو ته ثابته کړې چې افغانان اوس بشپړ ډول طالب څه چې له هرې اسلامي ډلې يا د ده په وينا « اسلاميستانو» سره وران دي او پر دې سربېره د افغاني ټولنې بشپړ منفي اړخونه يې ورته وړاندې کړې دي.

په «مور او لېوه» کيسه کې چې ده پخپله يوه بريالۍ کيسه بللې، یو ماشوم زېږي او يوه پرېښته ورته وايي چې ستا په خوشالۍ کې دې ترونه ډزې کوې، خو بيا به دې همدا ترونه پر ځمکو درسره وژني، په کيسه کې ماشوم ځوانېږي او د خپل تره پنځه زامن وژني وزيرستان ته تښتي، بيا له روسانو سره جهاد ته راځي، خو ګواکې، کم، لوی، ښځه، نر له يوې مخې وژني، بیا پخپله وژل کېږي، پخپله جنازه کې هغه پرېښته اود وطن مور ويني، دی د وطن مور ته وايي چې ما خو ستا لپاره څومره خلک ووژل، ولې نه يې خوشاله، هغه ورته وايي چې زه مور يم، لېوه نه يم. په دې کيسه کې زغم صاحب يوه ناکامه هڅه کړې چې په ټوله کې تېر جهاد د داسې چا کار وبولي چې هغوی په قتلونو کې نوم ګټلی او تر جهاد وړاندې يې بې شماره قتلونه کړي او د جهاد د معرفۍ داسې هڅه يې کړې چې له يوې مخې قتل و داسې قتل چې خپل وطن هم ترې بې زاره و. په بله کيسه کې يې د پاټکونو د وخت کيسه کړې، او نړیوالو ته يې ور ښوودلې، چې د کيسې کرکټر کندوز ته بار وړي پاټکيان يې خپل قومندان ته ور ولي، دی قومندان پېژني، چې دا خو د پلاني هلک دی او هغه يې وهي. له دې کيسې ښايي د زغم صاحب موخه دا وه چې د نړۍ د نورو ليکوالو په مخ کې « خپله لمن پخپل سر واړوي». که لوستونکي دا استدلال وکړي چې حق يې و چې د ټولنې له منفي اړخونو هم نړۍ خبره کړې، نو نړۍ خو درګرده زموږ په سپکاوي پسې لګيا ده، بس به نه وي! پر دې سربېره به دا ومنو چې زغم صاحب د منفي اړخونو د افشا کولو هڅه کړې، چې نړۍ ته وښيي چې موږ خو په دومره بې وسۍ کې ژوند کوو، نو د دې پېژندنې لپاره خو يې لومړۍ کيسې هم بسنه کوله، د ده په نظر «اسامه» فلم هم د دې پېژندنې لپاره بس و، خو دا چې درې واړه وړاندې شوې نمونې يې منفي اړخونو ته ځانګړې شوې وې، د کمترۍ احساس، بې وسۍ، کمزورۍ او د ځان ور ګرانولو پرته يې ښايي بل دلیل نه وي.

اسامه، فلم چې خورا هنري جوړ شوی، خو سناريو يې د افغانستان د هماغه وخت د حالاتو رښتونې انځورونه نه ده، په واقعي بڼه يې د طالبانو د وخت افغانستان نندارچيانو ته نه دی ور پېژندلی، دی پخپله وايي چې د فلمونو په برخه کې چې هر لیکوال د خپلې خوښې فلم نورو ګډونوالو ته نندارې ته وړاندې کاوه، نو له ده نه يو ګډونوال وپوښتل: «
پوښتنه: طالبانو نرسانې هم کار ته نه پرېښودې؟
ځواب: نه، داسې نه وه. دا رښتيا ده چې طالبانو نجونو او مېرمنو ته د کار او تعليم اجازه نه ورکوله خو يوازينی مسلک چې ښځو په کې کار کولای شو طبابت و. د طالبانو په وخت کې تقريباً ټول روغتونونه او کلينيکونه وو او ډاکټرانې او نرسانې په کار بوختې وې.
پوښتنه: نو معنا دا چې په فلم کې مبالغه شوې ده؟
ځواب: همداسې ده. » (۷۱م مخ)

ښه، نو چې د فلم په دې صحنه کې پر مبالغه اعتراف شوی، پر دې سربېره ګڼې نورې صحنې هم له مبالغې ډکې دي، نو بيا ولې د نندارې لپاره وټاکل شو؟ که څه هم زغم صاحب ويلي چې اصلاً يې غوښتل «د کونډې زوی» فلم نندارې ته وړاندې کړې، خو د ځینو ستونزو له امله پاتې شو، خو دا نو دا مانا نه لري چې هرو مرو دې داسې فلم وړاندې شي، چې د يوې اسلامي ډلې « طالبانو » په اړه دې نړیوالو ته د بد ذهنیت لا دوام ورکړل شي، د ښه، هنري او رښتوني افغان فلم په توګه يې د عتيق رحيمي « خاکستر وخاک» هم وړاندې کولی شوای، خو دی پخپله د « اسامه» فلم د ټاکنې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې څلورم دليل داسې وړاندې کوي: «...څلورم دليل يې دا و چې تاسې به د طالبانو د وخت «یوازې افغانستان» له اوسني افغانستان سره پرتله کړای شئ چې د نړېوالو دوستانو په مرسته يې څومره بدلون موندلی دی.» (۷۲م مخ).

د زغم په صاحب په دې يونليک کې يوه ګټه داده چې سړی د ايوا په اړه دومره معلومات پيدا کوي لکه پخپله چې ډاکټر صاحب سره په دې سفر کې ملګری وي، د دې ښار د پوهنتون، کتابتونونو او د خلکو د ناستې پاستې په اړه، په همدې تړاو یو ځای د ايوا پوهنتون د ځینو برخو د نومونو په تبصره کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنځي د نوم اړونې اړوند هم تبصره کوي وړاندې ليکي: « د شخص د کارنامې، باورونو او شخصيت په اړه هم بايد فکر وشي. د کلکان د لېسې لوحه جالبه ده «لیسه امير حبيب الله خادم دين رسول الله» حبيب الله کلکاني هغه څوک و چې د ملا عمر په شان له علم او تعليم او تمدن سره يې دښمني وه.» (۸۴-۸۵ مخونه). زغم صاحب د دې نادرې تشبې په اړه حيران شوم، چې کلکاني يې له ملا محمد عمر مجاهد سره ورته کړی و، خو نه يې دي ويلي چې د ده له نظره د « شخصيت او کارنامو» معيارونه څه شی دي؟

په يونليک کې د ایوا ښار معرفي، د نړۍ د نوورو هېوادونو له اوسېدونکو سره د اوسېدو چل، له هغوی سره تعامل او د هغوی د پېژندلو پوره هڅه شوي او لوستونکي ته هم ګټه کوي او هم د ليکوالو تر منځ مينه او خلوص سړي ته خوند ورکوي، پردې سربېره د امريکا په معرفۍ کې بيا «مسلمان» هم ياد شوي او «په واشنګټن کې د مسلمانو د اختراعاتو موزيم»(۱۶۸م مخ) تر عنوان لاندې د مسلمانو ساينسپوهانو يادونه شوې ده، که څه هم زغم صاحب د خپل هېواد حالات يو اړخيز معرفي کړي، خو د امريکا په معرفۍ کې يې بيا ان د الوتکې له پرواز سره جوخت داسې ليکلي: «زه هغو ملايانو ته حيرانېږم چې دا نور د اسلام دښمنان بولي. کله کله فکر کوم چې که عيسويان د مسلمانانو ختمول وغواړي نو وال يې بايد پخپلو ملکونو کې بېخ وباسي. که امريکا وغواړي مسلمانان ختم کړي، فکر کوم دوه درې اټمي بمونه به يې دې کار ته کافي وي.» (۱۹م مخ). زغم صاحب ته د کفر او اسلام دوښمني د ملايانو «شخصي نظر» ښکارېږي، نه راڼه قرآني نصوص؛ خو په دې پروګرام کې د زغم صاحب له لوري د خپلې ټولنې د يو طرفه معلوماتو د وړاندې کولو علت په ۱۷۴م مخ کې لولو: «په وروستیو ورځو کې له ځان سره په جګړه وم چې پاتې شم که وطن ته بېرته راستون شم؟ له کابله چې روانېدم، ډېرو ملګرو را ته ويل چې بېرته مه راځه. خو ما ویل چې نه، بېرته به راځم...»

 پای.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery