مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

افغانستان له کراچۍ بندره واردات کم کړي

احمد فیصل
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې افغان سوداګرو د پاکستان له کراچۍ بندره واردات کم کړي دي. د دې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ په برخه کې ستونزې لا هم پر خپل ځای دي. نوموړي ازادي راډیو ته ویلي چې د افغانستان حکومت د دې ستونزې د حل لپاره تر اوسه عملي ګام نه دی اخیستی. خانجان الکوزی وايي په داسې حال کې چې د اپټا تړون لغوه شوی نه دی، خو لا هم افغان سوداګر د ټرانزیټ په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا افغان سوداګر اوس د کراچۍ بندر پر ځای د ایران بندر عباس او د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې وادرات او صادرات کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان د ګډ اقتصادي کمېسیون په وروستۍ غونډه کې چې دوه میاشتې مخکې په اسلام اباد کې جوړ شوی و، د سوداګریزو ستونزو پر حل خبرې شوې وې. په دې غونډه کې پرېکړه شوې وه چې افغانستان او پاکستان به د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې د اپټا تړون د تمدید یا لغوه کېدو په اړه پرېکړه کوي. اپټا د افغانستان او پاکستان هغه ټرانزیټي تړون دی چې په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شو. د دغه تړون موده د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشت کې پای ته ورسېده، خو تر اوسه کوم لوري د هغه د لغوه کېدو رسمي غوښتنه نه ده کړې. د اپټا په تړون کې راغلي:«د تړون د رسمي مودې تر پای ته رسېدو وروسته که کوم لوري د هغه د لغوه کېدو غوښتنه ونه کړه، تړون تمدید ګڼل کېږي.»
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery