مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په سرحدي ولایتونو کې د افغانۍ د دودولو لپاره طرحه جوړېږي

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
د حکومت کابینې د افغانستان بانک او یو شمېر وزارتونو ته دنده سپارلې چې د هېواد په یو شمېر سرحدي ولایتونو او سیمو کې د افغانۍ د چلند په موخه طرحه جوړه او پلې یې کړي. دغه پرېکړه د کابینې په وروستۍ غونډه کې چې د سلواغې په ۱۱ په ارګ کې جوړه شوې وه، شوې ده. د چارو ادارې د خبر پاڼې له مخې، د کابینې په دې غونډه کې په سرحدي ولایتونو کې د افغانۍ د چلند او ترویج په موخه د مالیې وزارت په مشرۍ د افغانستان بانک، د سوداګرۍ او صنایعو او د کرنې وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې په دې برخه کې یوه روښانه طرحه جوړه او عملي کړي. سرچینې د یادې طرحې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو د افغانستان بانک چارواکي وايي چې له دې پرته هم په یو شمېر ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو پر ځای د افغانۍ د کارونې لپاره د افغانستان بانک هڅې روانې دي. د افغانستان بانک لوی رییس خلیل صدیق وايي، چې په سرحدي سیمو کې د افغانۍ د چلند په برخه کې یو لړ اقدامات پیل شوې دي چې تر اوسه یې ښې پایلې هم لرلې دي. نوموړي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې د افغانۍ د چلند په موخه د رسنیزو تبلیغاتو، ځوانانو او خلکو سره د ناستو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه روان دي. د افغانستان بانک مشر وايي چې دغو پروګرامونو تر اوسه ښه پایله درلوده او د دې ترڅنګ د کابینې د پرېکړې پر بنسټ پر نوې طرحه به هم له نورو ادارو سره په ګډه کار وشي. د ښاغلي صدیق په وینا د افغانستان بانک به هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي، چې د افغانۍ پر ځای پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوي. د افغانستان بانک مشر زیاته کړه، چې په هېواد کې د افغانۍ د رواجولو په موخه جوړېدونکې طرحه به هر اړخیزه او عملي وي. د هغه په وینا دا طرحه به وکولای شي چې په راکړه ورکړه کې د افغانستان ملي کرنسي چې افغانۍ ده، عملي کړي. د هېواد په زیاتره سرحدي ولایتونو کې د ګاونډیو هېوادونو اسعار چلېږي. ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهار او هلمند چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پراته دي؛ هغه ولایتونه دي چې تر ډېره په کې پاکستانۍ کلدارې چلېږي. دغه راز د هېواد په سوېل لوېدیځو ولایتونو لکه نیمروز، هرات، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو کې چې له ایران سره نږدې سرحد لري؛ ایراني تومان په کې ښکته پورته کېږي. د افغانستان د اقتصادي فعالیتونو او کاروبار یوه لویه برخه په همدې ولایتونو کې ترسره کېږي. پر دولت تل نیوکه کېږي چې په ټول هېواد کې یې د افغانۍ د چلند لپاره زمینه نه ده برابره کړې. شنونکي په اوس وخت کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ټیټېدو یو عمده لامل هم د افغانۍ کم دوران ګڼي. د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون وایي چې د ملي کرنسۍ رواجول د یوه دولت د حاکمیت او اقتدار په معنا ده او که په یوه هېواد کې ورځنۍ راکړه ورکړه پر بهرنیو اسعارو ترسره کېږي، دا چاره د دولت حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي. سیحون په اوس وخت کې د داسې یوې طرحې جوړول او عملي کول ناشوني وبلل، چې له مخې یې افغانۍ په ټول هېواد کې د چلند وړ پیسه وګرځي. د هغه په وینا دولت باید د ستونزې اساسي حل لار ولټوي او دا حل لاره له وارداتي څخه صادراتي ته د افغانستان بدلول دي. د کابل پوهنتون دغه استاد زیاتوي کله چې افغانۍ د پېر ځواک پیدا کړي، نو خلک خپله د هغې کارونې ته مخه کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery