مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

۱۰۰ افغان فابریکو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د هېواد په کچه د کورنیو تولیداتو صنعتي ستر نندارتون پرانیستل شو، چی له ټول هېواد څخه شاوخوا ۱۰۰ صنعتي فابریکو په کې برخه اخیستې ده. د یاد نندارتون د پرانیستې په غونډه کې د ننګرهار د ولایتی چارواکو او خلکو ترڅنګ، د ښځو چارو وزیرې، د سوداګرۍ وزارت مسوولینو او د بېلابېلو ولایتونو پانګوالو او سوداګرو ګډون کړی و. د نندارتون د پرانیستې پر مهال د ننګرهار والی سلیم خان کندوزي دا له ویاړه ډک ګام وباله چې په لومړي ځل په ننګرهار کې د هېواد په کچه د کورنیو تولیداتو صنعتي نندارتون پرانیستل کېږي. کندوزي د کورنیو تولیداتو د عامولو او ملاتړ په برخه کې د داسې نندارتونو جوړول اړین وبلل. نوموړي دغه راز له هېوادوالو وغوښتل چې له کورنیو تولیداتو څخه په ګټه اخیستنې سره د خپل صنعت او تولید ملاتړ وکړي. د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال لعل محمد دراني د ننګرهار د صنعتکارانو ستونزو ته په اشارې وویل چې د برېښنا نه شتون په دغه ولایت کې د صنعت پر وړاندې لوی خنډ دی. دراني وویل چې مرکزي حکومت د دې ستونزې په حل کې پاتې راغلی دی او د ننګرهار د صنعتکارانو ستونزو ته پاملرنه نه کوي. نوموړي له مرکزي حکومته وغوښتل چی ننګرهار ته ځانګړي پاملرنه وکړي، څو په دغلته له کدرونو څخه په سمه توګه د هېواد په ابادۍ پرمختګ کې کار واخیستل شي. د افغانستان ښځو چارو وزیرې دلبر نظري پر دې خوښي څرګنده کړه، چې د هېواد په کچه په یوه داسې صنعتي نندارتون کې ګډون کوي او ویې ویل: په هېواد کې د ښځو پر وړاندې ډېرې ستونزې موجودې دي. هغې زیاته کړه، د ښځو ستونزې باید حل شي او د زده کړو زمینه ورته برابره شي، څو دوی هم وکولای شي چې د خپلو وروڼو ترڅنګ ودریږي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي. په یاده غونډه کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي وویل، که مرکزي حکومت غواړي چې په ننګرهار کې امنیت راشي، نو پر اقتصادي زېربناوو دې پانګونه وکړي او سترې اقتصادي پروژی دې پلې کړي. ده له ولسمشر څخه وغوښتل چې ننګرهار ته ځانګړي پاملرنه وکړي او زیاته یی کړه، که د پخواني حکومت پروژې عملي شي، نو په ننګرهار کې به امنیت راشي او که ننګرهار همداسې پاتې وي، امنیت راتلل په کې ناشونی دی. له نورو ولایتونو څخه دغه نندارتون ته راغلو مېلمنو او د غونډې ګډونوالو له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو اخیستو ته لومړیتوب ورکړي . د ګډونوالو ټینګار کاوه، که چېرې له کورنیو تولیداتو استفاده ونه شي، افغانستان به تل پر نورو هېوادونو متکي او محتاج وي. تر دې مخکې هم په ننګرهار ولایت کې صنعتي نندارتونه جوړ شوي وو، خو دا په خپل ډول کې ستر صنعتي نندارتون دی چې په دې ولایت کې جوړېږي. په یاد درې ورځني نندارتون کې شاوخوا په ۱۲۰ غرفو بېلابېل توکي نندارې ته ایښودل شوي دي. د یادو غرفو له ډلې ۲۲ یې د مېرمنو دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery