مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پرونۍ پېښې وښوده، چې د افغانستان په اړه د پاکستان ستراتیژي نه بدلېدونکې ده

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
کتونکي وايي د کابل پرونۍ خونړۍ پېښې څرګنده کړه، چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې له خپلې پالیسۍ نه پر شا کېږي او افغان حکومت د سولې د څلور اړخیزې پروسې په تحریم سره باید پر دویم پلان غور وکړي. ځانمرګو بریدګرو پرون سهار په کابل ښار کې د رجال برجسته پر ریاست د موټر په واسطه یوه درنه چاودنه وکړه چې په پایله کې یې تر ۳۰۰ ډېر ملکي وګړي ټپیان او لسګونه نور ووژل شول. دا تر یوې لنډې ارامۍ وروسته لومړی ځل و، چې پلازمېنه کابل یوې بوږنوونکې ترهګریزې پېښې ولړزوله. دغه خونړۍ پېښه په پراخه کچه وغندل شوه او افغانانو یو ځل بیا د سولې د روانو هڅو په اړه د پاکستان پر سیاست او دریځ سختې نیوکې وکړې. پاکستان د سولې د څلور اړخیزې پروسې په څو غونډو کې ژمنه کړې وه، چې وسله وال طالبان به د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي، خو پاکستان د تېر په څېر یوازې ژمنې وکړې او په دې برخه کې یې د تمې خلاف عملي ګام وانخیست. پاکستان نه یوازې طالبان خبرو ته حاضر نه کړل، بلکې له کرښې هاخوا لا هم وسله وال طالبان ازاد ګرځي او د جګړې پلانونه طرحه کوي. متقاعد جنرال زلمی وردګ وايي چې طالبان د دومره سترو او پېچلو بریدونو وړتیا نه لري او دا کار د پاکستان د پوځ او استخباراتو له ملاتړ پرته ناشونی دی. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، پاکستان ته د وروستي ځل لپاره تمه وه چې دغه هېواد به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره رښتینې همکاري کوي، خو تر دې پېښې وروسته له پاکستان دا ډول تمه د وخت ضایع کول دي. د وردګ په وینا، ترهګري او افراطیت د پاکستان لپاره ستراتېژیکه وسیله ده او هېڅکله به حاضر نه شي چې طالبان له حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي. شنونکی او د پوهنتون استاد خالد سادات د کابل پرونی برید د سولې خبرو د سبوتاژ کولو په معنا بولي. سادات وايي، د دې برید اصلي موخه د طالبانو د جنګي مورال لوړول دي او په دې توګه پاکستان غواړي چې د طالبانو تر منځ رامنځته شوی انشعاب او فاصلې را کمې کړي. نوموړی زیاتوي، چې افغان ځواکونو د هېواد په شمال کې د طالبانو بریدونه پر شا وتمبول او اوس د پاکستان پوځ هڅه کوي چې په دې ډول بریدونو د افغان ځواکونو بریا کمرنګه کړي. ده سرنوشت ته وویل چې افغان حکومت نور باید د پاکستان ژمنو ته په تمه نه شي او د څلور اړخیز بهیر پر بدیل غور وکړي. ویل کېږي چې ولسمشر اشرف غني وړمه شپه د ملي شورا له غړو سره په کتنه کې د سولې د څلور اړخیزې پروسې د تحریم یادونه کړې ده. اوس معلومه نه ده چې د دې پروسې تر تحریم وروسته به د افغان حکومت بي پلان څه وي؟ خو کتونکي په دې باور دي چې افغان حکومت باید پاکستان د ترورېزم د ملاتړکوونکي هېواد په توګه د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو تر فشار لاندې راولي او په ټول قوت دې د دغه هېواد پر وړاندې له شته امکاناتو څخه کار واخیستل شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery