مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نېکولسن له وسله والو طالبانو سره په مبارزه کې پرمختګ شوی

احمد فیصل
د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان وايي له وسله والو طالبانو سره په مبارزه کې پرمختګ شوی دی. جنرال جان نېکولسن له امریکا ټوډې سره په مرکه کې ویلي چې له وسله والو سره په جګړه کې پرمختګ راغلی دی او دوی په دې برخه کې ډير صلاحیتونه تر لاسه کړي دي. نیکولسن ویلي د هوايي بریدونو ډېرېدل هغه څه دي چې کولی شي وسله وال طالبان وځپي. نوموړي همدارنګه زیاته کړې ده چې د طالب مشرانو په نښه کول د نوو اقداماتو او صلاحیتونو یوه برخه ده. نوموړي ویلي چې موږ به د نوو صلاحیتونو له مخې هڅه وکړو چې د افغان ځواکونو په ملتیا د وسله والو طالبانو هغه مشران په نښه کړو چې پخپلو لیکو کې ډېر نفوذ لري. نیکولسن ویلي د طالب مشرانو وژل ددوی د وسله والو پر روحیه ډېر اغیز کولی شي. د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان همدارنګه زیاته کړې چې افغان ځانګړي ځواکونه دمګړی ۸۰ سلنه عملیات ترسره کوي چې دا د دوی وړتیا ښيي. ده همدارنګه ویلي چې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ په برخه کې به لا ډېر کار وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery