مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکایان په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې کروز توغوندي کاروي

احمد فیصل
امریکا په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د کروز توغوندیو بریدونه کوي. د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې امریکايي ځواکونه د داعش ډلې په ځپلو کې له کروز توغوندیو کار اخلي او د داعش پر وړاندې د یادو توغوندیو کارونه ګټوره تمامه شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، دوی به د داعش ډلې پر وړاندې په مبارزه کې هره هغه لار ازمويي چې ګټوره وي. د معلوماتو له مخې امریکايي ځواکونه د ننګرهار له هوايي ډګره پر اچین او کوټ کې د داعش ډلې مرکزونه په نښه کوي، چې ښايي له امله یې ملکیانو ته هم زیان واوړي خو د والي ویاند په دې اړه څه و نه ویل. ویاند زیاته کړه چې دوی د وسله والو په نښه کولو کې دقیق دي. د خوګياڼي په وینا تر اوسه د توغندیو ۲۵ حملې شوې چې ګڼو داعشیان ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. له وسله والو طالبانو او القاعده سره تر ۱۴ کلنې جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې کروز راکټ کاروي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery