مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دجمهور ریس ډاکټر محمد اشرف غني تازه مرکه

ژباړونکی : ډاکټر هېواد همت
سرچینه : جیو تلویزون

مرکه کونکی : جیو تلویزون سلیم صافی


سلیم صافی : جناب جمهور ریس ، څو ورځې د مخه وارسا غونډه کې نړیوالو یو ځل بیا ژمنه وکړله چې د افغان ځواکونو مرستې ته به دوام ورکوي .ستاسو ارزونه څه ده. چې کله به افغان ځواکونه د خپلې خاورې دفاع په مستقله توګه وکړي ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني :  زمونږ ځواکونه همدا اوس هم د خپلې خاورې څخه په مستقله توګه دفاع کوي . نړیوالو ځواکونه اوس جنګي ماموریت پر غاړه نلري. زمونږ ځواکونه اوس ددې وړتیا لري چې د خپلې خاورې څخه په میړانه دفاع وکړي. هو ځینو سیمه ایزو او نړیوالو مبصریینو داسې انګیرله چې افغان ځواکونه یوازې په نوم شتون لري او هغوی په یوازې توګه د افغان خاورې دفاع وړتیا نلري. خو حقیقت داسې نده. سږ کال افغان ځواکونه درو لویو جګړو سره مخامخ شول . هغوی په یوازې توګه ډير په میړانه سخت ځواب ورکړ. دا چې ولې لا هم نړیوال ځواکونه افغانستان کې شتون لري . وجه دا ده چې د افغانستان جګړه یوازې د افغانستان جګړه نده. دا دې سیمې او نړۍ جګړه ده .

سلیم صافی : جناب جمهور ریس ، بهر خلک بیا د ا فکر کوي چې دا د ناټو او امریکا ځواکونه دي چې د افغانستان دفاع کوي . دلته د افغان خاورې دفاع رهبري د چا په لاس کې ده ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : د افغان خاورې دفاع رهبري د افغان ځواکونو لاس کې ده . همدا وجه ده چې د جګړې به ډګر کې تلفات هم یوازې د افغان ځواکونو دي. دوی په ډيره میړانه د خپلې خاورې دفاع کوي او زه په دې ډير ویاړم چې ددوی عالا سرقوماندان یم . که زمونږ ګاونډي ملکونه په دې باور دي چې د افغان خاورې دفاع بل څوک کوي نو خیر دی لږ دې د خپلو کوټو څخه راووځي او معلومات دې وکړي.

سلیم صافی : څوک د ډرایور په سیټ کې ناست دی ، ناټو تاسو لارښونو ته غاړه ږدي او که تاسو د ناټو لارښونو  ته غاړ ږدی ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني: مونږ د هیچا امرونو ته غاړه نه ږدو. دلته د امرونو منلو خبره نده . دلته ملګرتیا ده . په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونه رول غیر جنګي دی. دوی په غیر جنګي رول کې افغان ځواکونو لپاره مشویرې او روزنې ورکوي. او تروریستانو له منځه وړلو لپاره بیا زه د ګډو عملیاتو د اجرا په خاطر هدایت او اجازه ورکوم . د نمونې په ډول ، هغه کوم ترهګر چې پېښور کې يې ماشومان په ښوونځي کې ووژل ، زما د هدایت او اجازې په اساس هغوی باندې بمونه واچول شول او له منځه یوړل شوه.

سلیم صافی :  افغانستان خلکو ژوند او امنیت لپاره تر ټولو ستره ننګونه څه ده ، القاعده ، طالبان ، ګاونډي ملکونه او که دا پټه جګړه ده ؟
افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني : زمونږ تر ټولو غټه ستونزه د پاکستان حکومت سره اړیکو کې ده .

سلیم صافی : ایا همدا غټه ستونزه ده ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : بلې هو ، همدا غټه ستونزه ده . د سیمې سلامتۍ لپاره د افغان حکومت او پاکستان حکومت اړیکې خورا مهمې دي . تر څو چې دا اړیکې سمې شوي نه وي تر هغې په سیمه کې سوله نشي راتللی. پاکستان د ډيورند پر کرښه  دوه سوه زره ځواکونه ځای په ځای کړیدي . او خپل زور استعمالوي . د دهشتګردی خلاف جنګ کې دواړو ملکونو تر منځ  همغږي نشته . همدا وجه ده چې له غټو ستونزو سره مخ یو.دوه اړخیزې همکاری پروسه پیل شوي وه خوعملي نشوله او بیرته په ټپه ودریدله. مونږ هیله لرو چې هغې پروسې عملي کیدو لپاره هڅې وشي.

سلیم صافی : ایا تاسو فکر کوی چې د طالبانو ، القاعدې او نورو ترهګره ډولو شتون هغومره غټه ستونزه نده لکه د ګاونډي ملک سره خرابې اړیکې ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : هو ، زه همداسې فکر کوم . طالبان او القاعده یوازې یو تهدید دی . خو ددغه مسلې بنیادي حل لپاره د دواړو ملکونو ښې اړیکې خورا مهمې دي. نو همدا وجه ده چې مونږ دغه تهدید له منځه وړلو کې بریالي نه یو. طالبان او القاعده په پاکستان کې پټنځایونه لري. هغوی هلته په مالي ډول تمویلیږي. روزنیز کمپونه لري.لوجیستیک يې له همغه ځایه کیږي. دا کمپونه پټ ندي. ډیر جوت دي. هیڅوک يې نشي ردولی . طالبان کویټه کې شورا لري. که تاسو غواړی چې مرکه ورسره وکړی زه به يې ادرس درکړم . ترهګرو ډولو څخه ملاتړ او هغوی ته پناه ورکول د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی .


سلیم صافی : مونږ له دواړو خواو اورو، چې د افغانستان دوښمن د پاکستان دوښمن دی او د پآکستان دوښمن د افغانستان دوښمن دی . او دغه جمله پاکستاني مشران هم بار بار تکرار وي . چې مونږ یو شان ستونزه لرو . مونږ یو شان ګټې لرو . اصل سوال دا دی چې کله ستونزې او ګټې مو سره مشترکې وي نو بیا د مسلې حل ولې نه راوځي ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : اول پوتانسیل ته وګوری . د حکومتونو ترمنځ اړیکو او همکاریو ته ځیر شی . هغه د عوامو تر منځ اړیکې مو تاریخ لري. خو د حکومتونو تر منځ اړیکې مو سمې ندي. د حکومتونو تر منځ اړیکې په احساساتو نه پاییږي. دا شان اړیکې په فکر او د ګټو پر بنیاد مخ ته ځي . که تاسو مونږ سره ښې اړیکې ولری نو مونږ به يې هم ښې درسره ولرو. افغانستان به هیچا ته اجازه ورنکړي چې هغوی يې خپل ستراتیژیک عمق تر لاسه کړي. هر چا چې دا کوشش کړی ناکام شوی. افغانان د خپلې خاورې دفاع په خاطر د قربانۍ تاریخ لري. تاسو ولیدل چې د روسانو پر وړاندې جهاد کې په میلیونونو افغانانو قربانۍ ورکړلې . او جهاد يې وګتلو. اسلام زمونږ د ژوند حصه ده او په همدې ټکي ټول په یوه خوله یو. دا کوم جذباتي تقریر ندی . دا د عمل په ډګر کې ترسره شوی تمرین دی. مونږ په خپله خاورو کې هیڅ تروریست ته  اجازه نه ورکوه چې زمونږ په خاور کې دې پټنځای ولري. په ښکاره ډول استخدام وکړي. او بیا د بل په ضرر وجنګیږي. مونږ ته د تروریزم ضرر معلوم دی . ماشومان او بې ګناه وګړي که د پنجاب دي ، اسلام اباد دي یا د افغانستان دي . دا ټول یو شان ارزښتمن دي. دلته مسله ده . چې زمونږ ګاونډی ملک د تروریستانو ته د ښه او بد نوم ورکوي. یوه ډله ځپي او بلې ته هیڅ نه وايي. هغه ډله چې ددوی په تاوان ده ورسره جنګ کوي . او هغه ډله چې افغانستان ورانوي دوی معکوس پراخ حمایت هم کوي .

سلیم صافی : ښاغلی ریس صیب جمهور ، ایا تاسو ته داسې نه ښکاري چې افغانستان هم د پاکستان په شان ورته غلطه تکراروي . چې پاکستان په تیر کې ترسره کړي وه. د نمونې په ډول د ملا فضل الله شتون په افغانستان کې ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : ملا فضل الله باندې مونږ یولس ځلې بمونه واچول . د هغه په ضد ما یولس عملیاتو ته اجازه ورکړیده.

سلیم صافی : یولس ځلې ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : بلی هو ، یولس ځلې ما خپلو ځواکونو ته هدایت ورکړی چې ملا فضل الله ووژني. خو ځینې خلک وايي چې دا سړی اوه ساه ګانې لري . خو تاسو راته ویلی شی چې ایا پاکستان د حقاني شبکې پر ضد یو اقدام کړی ؟ ایا کولای شی چې راته وښایست چې د ملا عمر په ضد پاکستان یو عملیات ترسره کړی وي ؟ همدا شان د ملا منصور پر ضد . ملا منصور د پاکستان پر پاسپورت سفرونه کول . هغه هم دکراچی له ښار څخه . ایا ملا فضل الله کله هم افغان پاسپورټ باندې کابل څخه چېرې سفر کړی ؟ لطفا تاسو وګوری چې پاکستان پر خپل عمل کې څومره ریښتینی دی . زه کولای شم چې تاسو ته ټول شواهد وړاندې کړم چې د هغو تروریستي ډلو پر ضد مونږ څومره عملیات کړي چې پاکستان کې ورانکاري کوي. ایا پاکستان کې څوک کولای شي چې مونږ ته داسې شواهد وړاندې کړي چې د هغو ورانکارو پر ضد چې افغانستان کې ورنکاری کوي،  دوی يې پر ضد یو اقدام کړی وي ؟ معکوس ، دوی هغه ورانکاري چې افغانستان ورانوي د هغو ورانکارو تروریستانو ټپیانو درملنه کوي.په جوته اسلام اباد کې غونډې کوي.

سلیم صافی : ایا شمالي وزیر ستان کې پوځي عملیات د حقاني شبکې پر ضد نه وه ؟ ایا هغه د افغان حکومت غوښتنه نه وه ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني :  شمالي وزیرستان فوځي عملیات د پاکستان خپل مصلحت تر مخې ترسره شول. هغه وخت هغه تهدید لوی شولو. جنرال راحیل شریف په جرات مندانه ډول تصمیم ونیول او هغه عملیات يې ترسره کړل او یوازې هغه ورانکاري يې په نښه کړل چې د پاکستان لپاره سرخوږی وه. هغو فوځي علمیاتو بیا زمونږ لپاره معکوس پایله درلودله. د هغوی عملیاتو له وجهې ځينې ورانکاري زمونږ خاورې ته راووښتل او زمونږ امنیت يې د ستونزو سره مخ کړو. ها خوا پاکستان فوځ بیا حقاني شبکې ته هیڅ و نه ویل او حقاني شبکه تر ننه پورې فعاله ده.  کله چې مونږ د ګډ خطر خبره کوه ، راځی چې تصدیق يې هم کړو. راځی دریم ګړي ته شواهد وروښیو . زمونږ وړاندیزونه هر وخت مخلصانه ، ریښتیني او رغوونکي وي او دي.

سلیم صافی : ښاغلی ریس صیب جمهور ، د پاکستان دولت په افغانستان کې د هندوستان ملکي او استخبارتي حضور په هکله اندیښنه لري . او دوی ادعا کوي چې دوی ډير زیات شواهد لري . چې د هندوستان را یا استخباراتو اجینسي د افغانستان خاوره د پآکستان پر ضد کاروي . ایا کله مو هم دغه اندیښنې باره کې اقدامات کړي ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : ما د پاکستان پوځ مشر راحیل شریف ، صدراعظم نواز شریف او ای ایس ای مشر سره لیدنې درلودلې خو هغوی دې باره کې واحد ثبوت هم ما ته ندی وړاندې کړی . د افغانستان پالیسي ادامه لري او هغه دا ده چې افغانستان به هیچا ته اجازه ورنکړي چې خاوره يې د نورو پر ضد وکاریږي. په مشخص ډول د ګاونډیانو پر ضد. مونږ به هیڅکله هم تروریستي ډلې حمایه نکړو. ځینې خلک د الزامونو په نړی کې اوسیږي. دوی که په دې باوري دي چې دا شان شواهد لري راځی چې دریم ګړي ته يې وروښیو . چین راسره منی ، امریکا راسره مني . هغوی ته دې ثبوتونه ورښکاره کړي. کله چې مونږ الزام لګوه نو باید چې ثبوت هم ولرو . افغانستان خاوره په زرګونه کاله د مینې ، محبت ، انسانیت ، شفقت ، ښه ګاونډيتوب تاریخ لري او هغه باورونه لا هم همغسې پر ځای دي. مونږ غواړو چې د هر چا سره ښې اړیکې ولرو . که څه هم هندوستان زمونږ سره ژبې ، مذهب او کلتوري تفاوتونه لري خو اړیکې مو ورسره ښې دي ځکه زمونږ باور همدا ده . مونږ نه غواړو چې د پټو جګړو قرباني اوسو . زمونږ باور د ګاونډیانو سره په ښو اړیکو او همکاریو دی . مونږ غواړو چې په سیمه کې ارامي اوسي او جنوبي اسیا د مرکزي اسیا سره ونښلیږي. ښې اقتصادي اړیکي باید ولرو. تاسو شاهد یاستی چې ټاپې پروژه باندې کار روان دی ، د ترکمنستان کاسا لاین باندې کار روان دی . د نور نړی سره د روابطو په خاطر اړینه ده چې د مونږ د ترانزیت سهولت رامنځته کړو. اړیکې دوجانبه وي . مونږ د ټولو غټه مسله غربت دی . او د سیمه ایزې همکاری په وجه کولای شو چې دغه ستونزې حل راوباسو.

سلیم صافی : ښاغلی ریس صیب جمهور : که څه هم تاسو په زهن کې د پاکستاني طالبانو مشرانو پر ضد د عمل سوچ موجود دی ، او دې ته هم تیار يې چې افغانستان کې د  هندوستان استخباراتي  حضور په هکله د پاکستان ټولو اندیښنو ته ځواب ووایاست . نو بیا ولې افغان حکومت او ستاسو ملي امنیت ځواکونه  د پاکستان ای ایس ای سره د همکاری نه په شاه شول ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : ولې په شاه شول ، ځکه چې ای ایس ای طالبان حمایه کوي. دوه ځلې زما سره د پاکستان لوړپوړو چارواکو د سولې پروسې پیل وعده وشوله . ۲۰۱۵ کال پسرلي کې مونږ سره دا وعده شوله ، خو عمل کې هیڅ ونشول . مونږ یو خونړی پسرلی درلود په ۲۰۱۶ کال کې بیا وعده وشوله . خو بیا هم مونږ افغانستان کې د خونړیو بریدونو شاهدان وه.
مونږ د خپله اړخه ټولې وعدې پوره کړي . او هر وخت ریښتیني اوسیدلي یو . همدغه شان له مقابل طرف هم غوښتنه لرو . مونږ هلته دوجانبه همکاریو سند لیک کې یو بل ته وعده سپارلي وه هغه بغاوت ګرې ډلې چې د سولې لار نه غوره کوي باید چې له منځه لاړې شي خو پاکستان خپل مسولیت ادا نکړ.

سلیم صافی : جناب جمهور ریس ، ددې پر ځای چې د رسنیو له طریقه یا نړیوالو غونډو له طریقه یو پر بل تورونه ولګوه ښه نده چې ستاسو د پوځ مشران د پاکستان د پوځ مشرانو سره کیني ، او د استخباراتو مشران مو د استخباراتو له مشرانو سره کیني او ملکي مو د ملکي مشرانو سره کیني او مخامخ دا ټولې خبرې او اندیښنې سره شریکې کړي ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : تاسو زما خبره تکرار وی . همدا خبره ما په ۲۰۱۴ کال کې کړي وه. تر ټول اول مهمه دا ده چې باور رامنځته شي . مونږ غواړو چې مونږ ته ډاډ راکړل شي چې پاکستان خپله وعده کې ریښتینی دی. یعنې پاکستان نور نه غواړي چې هغو ورانکارو  ډلو ته پټنځای او یا حمایه ورکړي چې قانوني افغان دولت له ننګونو سره مخ کوي . زه چې کله ریس جمهور شولم . نو دا وخت د پاکستان او افغانستان تر منځ ډیره بې باوري موجوده وه . خو ما په ډیر اخلاص د پاکستان سره د ښو اړیکو او باور رامنځته کولو خاطر کوشیشونه وکړل .

سلیم صافی : اوس څنګه کولای شو چې پر مخ لاړ شو ؟ تر څو یو ځل بیا هغه د باور او همکارۍ فضا رامنځته شي ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : اوس کولای شو چې په تدریج او سیستماتیک ډول پر مخ لاړ شو. اول باید پآکستان په سیستماتیک ډول سره دا اعلان کړي چې دوی نور په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق ترلاسه کولو لیوالتیا نلري. ځکه افغانستان هغسې ملک ندی چې څوک دې وکولای شي چې ستراتیژیک عمق يې تر لاسه کړي. او هر چا چې دا هڅه کړي له منځه پکې تللی . افغانستان د زمریانو خاوره ده . نو ځکه دې څوک ورته په کمزوري سترګه نګوري.

سلیم صافی : خو د پاکستان حکومت نظامي او ملکي چارواکو دا خبره بار بار کړي چې دوی نه غواړي افغانستان کې ستراتیژیک عمق تر لاسه کړي.
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : دا خبره پیچلتیا لري . کله چې مونږ د ستراتيژیک عمق خبره کوه . نو بیا باید ورانکارو ته پټنځایونه ورنکړو. د هغوی مالي ، لوجیستیکي او روزنیزه مرسته ونکړو. او هغوی په ښکاره استخدام ته پرینږدو. زمونږ د پولیسو زده کونکي وژل کیږي او هغه ورانکاري چې پاکستان کې پټنځای لري پړه يې پر غاړه اخلي . حتا د پاکستان لوړ پوړي چارواکي د ورانکارو ډلو مشرانو سره پاکستان کې منظم ملاقاتونه کوي. څنګه منصور وکولای شول چې د پاکستان پر پاسپورټ سفرونه وکړي


سلیم صافی : هغه خو د افغانستان ریاست جمهوري کاندید هم پاکستانی شناختي کارډ لري
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : هغه خو ورانکاری ندی. هغه خو افغانستان نه ورانوي . معزز کسان دي. د جهاد مشرانو یوه اسلامي دنده ترسره کړي. او دا هغه وخت زمونږ د دواړو ملکونو د ملګرتیا یوه حسه وه. لا هم وخت شته . چې تیروتنې جبران شي. دا فکر باید له مغزو وباسل شي چې افغانستان به یوازې پاتې شي . نړیوال به يې له همکاری لاس واخلي. او بالاخره به افغانستان له خپلو پښو وغورځي. خو حقیقت دا دی چې د افغانستان ستونزه یوازې د افغانستان نده. دا یوه سیمه ایزه او نړیواله ستونزه ده. نن که نړیوال دلته دي هغوی هم د خپل خاورې امنیت په خاطر زمونږ سره دوه اړخیزه همکاري لري. فکر کوم چې اوس يې وخت رارسیدلی چې د ښو اړیکو جوړولو لپاره عمل کې اقدامات وشي او هغه باید په ثبوت ورسول شي.

سلیم صافی :  تر څو چې اړیکې بیرته ښې شي نو د پاکستان لپاره اول ، دوهم او دریم قدم کې څه کول پکار دي ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني :  اول قدم کې پاکستان باید د تروریستانو پر ضد بغیر له کوم توپیر اقدامات وکړي، یعنې ښه او بد تروریست ته ونه کتل شي . تر څو چې دوی د تروریستانو پر ضد اقدامات ونکړي تر هغې يې مونږ نه منو. دوهم قدم کې دوجانبه همکاریو سند پر موافقو عمل وکړي. یعنې هغه کسان چې سولې مني باید چې د سولې بهیر ته راګد شي او دا بهیر پیل شي او هغه ډلې چې پر سوله باور نلري باید له پاکستان وویستل شي . او له هر ډول حمایه يې لاس واخیستل شي.

سلیم صافی : افغان طرف به څه اقدامات وکړي ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : مونږ به هم د خپلې خوا څخه د معمول په څیر د تروریستانو پر ضد بې توپیره اقدامات وکړو.

سلیم صافی : او د هندوستان په هکله به څه وکړی ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني :  هندوستان د افغانستان تاریخي دوست هېواد دی . هندوستان په افغانستان کې د اوبو بندونه جوړوي. د پارلمان ودانی يې جوړه کړله ، سړکونه جوړوي . هندوستان یو دیموکراتیک هېواد دی او زمونږ سره دیموکراتیکو هڅو کې ګډون کوي. زمونږ بهرنۍ پالیسي هیڅ چا پورې اړ نلري . یوازې مونږ پورې اړه لري. که چېرې زمونږ د بهرنۍ پالیسی په اړه چا سره کوم الزام وي نو مونږ به يې تحقیق وکړو. مونږ د هندوستان ، چین او امریکا سره پر اړیکو ویاړو. دا د خودمتخاری او ازادی اصل او خوند دی چې له چا سره دې زړه وغواړي ملګرتیا او شراکت وکړې، ويې کړه.  خو دا ملګرتیا او شراکت باید د نورو په زیان نه وي.

سلیم صافی : جناب جمهور ریس ، د دې ترڅنګ چې تاسو منتخب افغان جمهور ریس یاستی ، یو مفکر او څیړونکی هم یی . تاسو د افغانستان او پاکستان اړیکو ته په اوس وخت کې په کومه سترګه ګوری . دوی وروڼه دي ؟ ملګري دي یا خدای ناخواسته سره دوښمنان دي ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : دې دولتونو تر منځ اړیکې پر احساساتو نه وي. کله چې تاسو یو بل ته د ورور خطاب کوی نو دلته احساساتو پر بنیاد اړیکې شتون ادعا کوی . د احساساتو پر بنیاد ولاړې اړیکې یا ورورګلوی اړیکې هغه وخت منځ ته راځي چې کله دوه دولتونه باثباته اړیکې سره ولري. تر ډيره د وروری اړیکې د خلکو تر منځ وي نه دې دولتونو تر منځ . زه خپله هم د دولت په کچه د وروری اړیکه له چا سره نه ساتم . کله چې خبره د دولت راشي نو بیا زما لپاره نورې اړیکې مهمې ندي. د وخت افغان چارواکي دوست محمد خان چې کله افغانستان بیرته جوړ کړ د خپل مشر ورور سره مخامخ شو. او مشر ورور ورته وویل چې د کورنۍ عزت په خاطر ما ته قندهار تسلیم کړه . خو ده ورته وویل چې د دولت په سر بیا زما لپاره د وروری اړیکه مهمې نده.
زمونږ اړیکو کې وضاحت رامنځته شو. اوس باید تفاهم او باور لپاره اقدامات وشي. دلته زمونږ پر وړاندې نااعلان شوی جنګ دوام لري. او تر اوسه ددغه نااعلان شوې جګړې پر وړاندې نه پاکستان حکومت ، نه پوځ او نه ملکي حکومت د اعتراض غږ اوچت کړی. مونږ غواړو چې بیرته په سیستماتیک ډول سره رغنیز ګفتګو پیل شي. زما په ژبه کې  د احساساتو پر بنیاد د اړیکو لپاره الفاظ نشته ځکه خطر دا دی چې امکان لري مونږ د ښو اړیکو څخه دوښمنانه اړیکو ته ورسیږو. مونږ د جهاد په وخت کې د پآکستان مرستو منندوی یو. مونږ په خیبر پختونخوا کې د ټولو کسانو د همکاری او همدردی منندوی یو. چې دوی جهاد په وخت کې افغانانو سره کړي.
افغانستان او پاکستان باید د نورې نړی په شان د ښو ګاونډیو په څیر یو بل سره ژوند وکړي. یو بل سره مخامخ نشي. ځکه چې ددغه جنګ ګټونکی به بیا تروریزم اوسي.

سلیم صافی : پاکستان د طالبانو له منځه وړلو لپاره یوه بهانه دا لري چې مونږ نشو کولای طالبان شناسايي کړو. ځکه چې دوی د افغان مهاجرو کمپونه کاروي نو ځکه ددوی په وړاندې اقدامات نشو کولای . نو ولې افغان دولت افغان مهاجر بیرته نه راولي ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : تاسو وویل چې پاکستان حکومت ځکه د افغان طالبانو پر وړاندې اقدامات نکوي چې هغوی د افغان مهاجرو په کمپونو کې اوسیږي او دوی د افغان مهاجرو رد عمل څخه ویریږي . مننه دومره واضح اقرار تر اوسه پاکستان حکومت نه وه راته کړی. هغوی دومره په واضحو الفاظو دا خبره ما ته نه وه کړي. له تاسو بیا هم مننه .
راځی اوس دې باره کې خبره وکړو. دوی هیڅکله هم په دومره وضاحت سره ما ته دا خبره نده کړي. که چیرې دا خبره په دومره وضاحت سره دوی ما ته کړي وای نو مونږ به په ګډه سره دا مشکل حل کړی وه. خو لطفا دوی ته ووایه چې دا وضاحت ددې پر ځای چې تاته ووايي، ما ته يې ووایي. دوهم ، پنځه میلیونه افغانان بیرته افغانستان ته راستانه شویدي. او یوازې دوه میلیونه يې د پاکستان څخه راغلي دي. مونږ کولای شو چې خپل مهاجر بیرته راولو . خو که پاکستان مونږ ته دا موقع راکړي.اوس خو زما انرژي ټوله په جنګ مصرفیږي. مونږ د سولې باره کې لا هم ناهیلي نه یو . د سولې خبرې کوه. د حکمتیار سره مو خبرې روانې کړيدي. مونږ د پآکستان څخه سوله نه غواړو. مونږ د پاکستان څخه د ښه ګاونډیتوب غواړو.

سلیم صافی : ښاغلی جمهور ریس : که څه هم طالبان افغان حکومت ننګوي ، ولې افغان حکومت مستقیم له افغان طالبانو سره خبرې نکوي؟ ځکه چې دوی اوس قطر کې دفتر لري او نماینده ګان لري. ولې افغانستان دا موقع دریم ګړي ته ورکوي ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني : ستونزه دا نده چې مونږ ولې مستقیم طالبانو سره خبرې نکوه. ستونزه بل چیرته ده. تاسو ته په یاد ده چې کله پخواني جمهور ریس حامد کرزي د طالبانو نمایند ملابرادر سره  د مخامخ  خبرو کوشش وکړو نو پاکستان ګرفتاره کړو. مونږ اول ددوه هېوادونو تر منځ سولې ته اړتیا لرو. تر څو چې د پاکستان له خوا په هره بهانه چې وي دا پټ جنګ روان وي تر هغې سوله راتلل ناشوني دي. دې معنا دا ده چې مونږ دولتونه تر منځ ستونزه لرو. ته يې ما ته وښایاست چیرته چې ورانکاري پټنځای ولري ایا هغوی سولې ته راضي کیږي ؟ نه هیڅکله هم نا .

سلیم صافی : پاکستان حکومت وايي کله چې مونږ افغان طالبان مرې کې خبرو ته راوستل نو بیا ولې د ملاعمر د میړنې راز افشا شو او رسنیز شولو ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني :  هغه خبر د طالبانو څخه راغلو . او خپله طالبانو افشا کړ. هغه وخت زما پښه ما ته وه. او نولس ټکه ګنډلي شوي وه. مونږ د هغې باره کې رسمي بیان ورکړلو چې مونږ خبر نلرو. خو معلومات پټ نه پاتې کیدل.

سلیم صافی : جناب جمهور ریس ، ستاسو حکومت طالبانو ته د سولې بهیر اغاز په بدل کې څه ورکوی ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني :  مونږ هغوی ته د یو عام افغان ، مشترکه نظر او مشترکه مقصد  په حیث په  افغانستان کې د اوسیدو حق ورکوه. اساسي قانون زمونږ د اوسید استحقاق دی . مونږ به باید ګډ سره و اوسیږو . مونږ د سولې په هکله هیڅ مخکې شرط نه منو. 

سلیم صافی : د حکمتیار سره مو خبرې کوم ځای ته ورسولې ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني :  هغې سره مې خبرې روانې دي او ښه طرف ته روانې دي .

سلیم صافی :  کله به بیا پاکستان ته سفر ولری ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني :  کله چې پاکستاني مشران د افغانستان سره پر اړیکو یو واضح فکر رامخکې شي او زمونږ هغه سوالونه ته ځواب ووايي چې تیر ځل مو ورکړي وه نو هلته به زه بیا ورځم .

سلیم صافی : اوس خو پاکستان صدراعظم د زړه عملیات کړي او نوی زړه يې ورته اچولی نو ولې تاسو هغوی ته دعوت نه ورکوی چې افغانستان ته راشي او پر دې ټولو مسلو له سره وغږیږی؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني :  مونږ همیشه دوی ته دعوت ورکوه. هغه چې کله عملیات کولو نو له عملیاتو مخکې مې هم ورته زنګ کړی وه. چې کله يې عملیات وشول له هغې وروسته مې هم ورته زنګ کړی وه.

سلیم صافی : ښه نو تاسو هغوی ته دعوت ورکوی ؟
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني :  بلې هو ، هر کله دې راشي .

سلیم صافی : ډیره مننه جمهور ریس چې مونږ ته مو وخت راکړ.
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني ، له تاسو هم مننه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery