مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په لغمان کې د سولې نړيواله ورځ ولمانځل شوه.

benawa afghanistan
جواد
په لغمان ولايت کې د سولې نړیواله ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پداسې حال کې ولمانځل شوه، چې پکې سلګونو کسانو ګډون کړی و
په لغمان ولايت کې د سولې نړیواله ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پداسې حال کې ولمانځل شوه، چې پکې سلګونو کسانو ګډون کړی و.
غونډې ته لغمان والي عبدالجبارنعيمي په خپلو خبرو کې وویل، څوک چې په افغانستان کې د سولې پر وړاندې خنډونه را ولاړوي د دې ولس تاریخي دښمنان دي.
ښاغلي نعیمي د افغانستان د جلالتماب ولسمشر او د سولې د عالي شورا د رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ چې د سولې او امن د ټینګښت لپاره یې بنیادي او اساسي هڅې پیل کړي، د اسلامي حزب په ټولو مشرانو او غړو غږ وکړ چې د دولت سره د سرتاسري سولې د تامین لپاره کار وکړي او د جګړې نور ښکیل اړخونه هم سولې ته وهڅوي.
وروسته په وار سره یو شمېر قومي مشرانو، جهادي قوماندانانو، میرمنو، ځوانانو او ديني عالمانو هم خبرې وکړې او د سولې، امنیت، ښې حکومتوالۍ او انکشاف په برخو کې یې د ولایتي ادارې د هڅو او تلاشونو د قدردانۍ تر څنګ د اسلامي حزب سره د حکومت د بریالیو مذاکراتو له امله د افغانستان د ولسمشر او د سولې د عالي شورا د رهبرۍ له کړنو او هلو ځلو هم مننه وکړه او هر یو په خپلو خبرو کې په وسلوالو مخالفینو غږ وکړ چې د اسلامي حزب په شان د سولې لاره غوره او د خپل نظام سره یو ځای د خپل هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي.
د پروګرام په پای کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او امن د ټینګښت په هیله هوا ته د سولې کوترې والوځول شوې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery