مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عزیز: د ولسمشر غني خبرې د افسوس خو د درک وړ دي

سيد حسين پاچا

د سرتاج عزيز وپاکستاني رسنيو په ځواب کې :
غني دښمن هېواد کې زموږ پر ضد زهر شيندلي


قل الحق ولو كان مُرًَا ولاتخاف فی الله لومة لائم
انسان بايد حق ((رښتيا)) ووايی اګر چې حق يا سپينه خبره کول به ورته ګرانه او ترخه وي. له څښتن تعالی پرته څوک بايد د چا له خبرو او ملامتيا نه ونه ډار شي.

Pakistan must not be allowed to promote export of terror, says David Cameron
د روسيې جمهور رئيس ولادمير پوتين او د هند صدراعظم نريندر مودي د دوه اړخيزې ليدنې وروسته په ګدې اعلاميې کې وويل چې د ((تروريستانو او د هغوئ د ملاتړ کوونکو لپاره هبڅ زغم نشته))
غني نه، بلکې خپلو کړووړو او غلطې پالېسۍ مو په سيمه او نړۍ کې زهر شيندلي. له نوموړي مخکې ښاغلي کيمرون هم له دښمن هېواده درباندې غږ کړی وو. غني يې د چا په نغوته نه، بلکې دا د ټولو افغانانو او نړيوالو غوښتنه ده. له هر چا مخکې يې لومړی له تاسې سره ستاسې پخپل کور کې ستاسې له نظامي او استخباراتي چارواکيو سره شريکه کړې وه. پوره وخت يې درکړ. نظامي واستخباراتي چارواکي مو کابل ته له نويو پيغامونو او وعدو سره راغلل، خو څه مو وکړل؟

مړی هم پکې رسوا شو، منصور هم پکې لاړ، هبت الله هم بل ځای وپلورل شو، روسانو ته مو د ګلانو اميلونه غاړو ته واچول، پروني ملحدين مو نن وروڼه شول. دا د احمق طالب وداعش جګړه نه ده، بلکې ستاسې يوه منظمه ستراتيژي، نااعلان شوې جګړه او دښمنانه کړنې دي

پاکستان ته د افغانستان، سيمې او نړۍ ښکاره او غوڅ پيغام
پاکستان بايد نور مذهبي لوبو او خپل جنون ته د پای ټکی کښيږدي. له حقاني ډلې، جيش محمد، لشکر طيّبه، لشکر جنګوي، جمعية الأحرار، سپه صحابه، د پاکستاني وافغاني طالبانو په نوم ډلو ټپلو، داعش او داسې نورو مذهبي ډلو ټپلو له اجرتي وحرفوي قاتلانو mercenaries له روزلو، سمبالولو او ساتلو نه لاس واخلي. دا د ټولو افغانانو، سيمې او نړيوالو په کلکه غوښتنه او په زغرده پيغام دی چې دا ((غول)) مو درپاک کړئ! زموږ، سيمې او د نړۍ زغم درته نور پای ته رسېدلی. مذهب او د مذهب په نوم پلمې او غولونې مو پرېږدئ!


د پاکستان حکومت، سياسي ملايانو او سياستوالو ته يوه ننګونه :
د ضياء دښمنانه کړنلاره او غلطه پالېسي د هېچا په ګټه نه ده. د هغه دښمنانه پالېسي او کړنلاره د کتاب الله ټکي نه دي. پېغمبر ته چې د قبلې د تحويل حکم وشو ((فول وجهک شطر المسجد الحرام))، نو په لمانځه کې کعبې ته خوا ته وګرځېده. تاسې اوس ضياء له پېغمبره پورته ګڼۍ دا ځکه چې هغه يو پوځي جنرال وو. له پالېسۍ يې دلته موږ افغانان وکشميريان وژل کيږو او هلته يې په منځني ختيځ کې د فلسطينيانو سټه ايستلې وه. ستاسې انګرېزي قانون او پوځي کړنلاره مو له کتاب الله سره په ټکر کې ده. ضياء په مرتبه د الوهيت کې نه دی.
He was actively involved both in the 1970 Black September massacre of the Palestinians in Jordan as well as in Egypt’s re-entry into the Islamic fold more than a decade later. From 1967 to 1970 our Commander of the Faithful Late. General Muhammad Ziaul Haq was in Jordan in Official Militray Capacity and he helped late. King Hussain of Jordan in ‘cleansing’ the so-called Palestinian Insurgents, Zia and Hussain butchered many innocent Palestinians in the name of Operation against Black September {a militant organization of Palestinians**.

The intensity of bloodletting by Zia ul Haq and King Hussain was such that one of the founder father of Israel Moshe Dayan said: “King Hussein (with help from Zia-ul-Haq of the Pakistani army) sent in his Bedouin army on 27 September to clear out the Palestinian bases in Jordan. A massacre of innumerable proportions ensued. Moshe Dayan noted that Hussein “killed more Palestinians in eleven days than Israel could kill in twenty years.” Dayan is right in spirit, but it is hardly the case that anyone can match the Sharonism in its brutality.”
https://lubpak.com/archives/673
http://www.siasat.pk/forum/showthread.php?147003-Pakistan-s-Role-in-Black-September-and-killing-of-25-000-Palestinians-under-Brig-Zia-Ul-Haq

ښاغليه عزيز لالا :
قل الحق ولو كان مُرًَا ولاتخاف فی الله لومة لائم
انسان بايد حق ((رښتيا)) ووايی اګر چې حق يا سپينه خبره کول ترخه وي. له څښتن تعالی پرته څوک بايد د چا له خبرو او ملامتيا نه ونه ډار شي.

سرتاج عزيز وويل :
((موږ پوهېږو، دا چې ولسمشر اشرف غني په يوه مخالف هېواد کې دغه وينا کوله، هغه څه يې ويل چې نورو يې اورېدل غوښتل)).

په افغانستان کې څلور لسيزې ستاسې د غلطو پالېسيو له امله هره ورځ د افغانانو وينه توييږي. جهاديان خو يې درته نه شي ويلای، غني يې د خپل ملي - اسلامي واخلاقي رسالت له مخې په کور او هرځای کې درته ويلای شي

ښاغليه عزيز لالا :
انسان چې زوړ شي خپله حافظه له لاسه ورکړي او بله دا چې ((تېر شي هغه هېر شي)).
مخکېنی ولسمشر ښاغلی کرزي شل ځله کور ته درغی. له حکومته نيولې تر تاسې ټولو پښتنو سياستوالو، ملايانو او لوبغاړو پورې هر چا ته يې شخصي ليکونه هم واستول او له تاسو هر يوه څخه يې شخصًا غوښتنه وکړه چې له موږ سره له طالبانو سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړئ. داسې برېښي چې يا خو دې حافظه کمزورې شوې او يا دا چې ((تېر شي هغه هېر شي)) بيا دې ياد ته نه درځي.

د ضياء له وخته تر دې دمه درته موږ ټول افغانان لګيا يو چې زموږ له وژنې او د هېواد له ورانۍ نه مو لاس واخلئ، خو ستاسې نظامي واستخباراتي چارواکي د هېچا نه مني او د ضياء د وخت زړه پرسوده پاليسي يې مخته کړې. له ضياء، اختر عبدالرحمان، بابر او حميدګله نيولې تر تاسې پورې هماغه د ضياء او اختر د وخت خوبونه وينئ چې :
• يا افغانستان زموږ پينځمه صوبه شي
• کنه، نو بايد زموږ د خوښې يو لاسپوڅی حکومت هلته وي
• افغانستان بايد وران، کمزوری، بېثباته او وسوځول شي

ښاغليه عزيز لالا :
افغانان له تاسې څخه د يو پښتون زوړ سياستوال غواړي چې حکومت، نظاميان او استخبارات دې وپوهوه چې له دغه ډول خوب او غلطې انګېرنې او بېځايه محاسبې څخه لاس واخلي او د يو سالم عقل په صورت کې د ضياء، اختر، بابر او حميدګل له دغه ډول دښمنې پالېسۍ څخه لاس واخلي. د ضياء پالېسي خو څه د قرآن ټکي نه دي چې تاسې يې بدلولی نه شئ.

غواړم چې تاسې، حکومت، ملايان او سياستوال دې ننګوم هغه دا چې ايمه، علماء ومحدثين په الهي ونبوي ارشاداتو کې تأويل کولی شي له دې سره سره چې هغه مقدسات دي، خو تاسې سياستوال د يو هندي الأصل مهاجر له دښمنۍ ډکې غلطې پالېسۍ کې چې هم مو د ځان، هم د ګاونډيو او سيمې او هم د نړۍ په تاوان ده تاسې پکې ادلون بدلون نه شئ راوستلای. حکومتونه تل پخپلو پالېسيو او قوانينو باندې بيا کتنه او غور کوي، خو تاسې ته د خپلو اسلافو له دښمنۍ ډکه پالېسي د قرآن ټکي دي چې هېڅ بدلون پکې نه شئ کولای او د بررسۍ او بيا کتنې او ادلون بدلون حق هډو نه لرئ.

ښاغليه عزيز لالا :
ستا به هم پر ياد وي چې د زرداري په وخت کې ښاغلی کرزی، زرداری او کياني د ښاغلي کيمرون په کور کې  په چيسټر کې مېلمانه ول. ستاسې له لورې ډېرې ناروا غوښتنې وشوې، خو ښاغلي کرزي ونه منلې. تاسې خو د خپلې همکارۍ وعده هلته هم کړې وه چې په هرو شپږو مياشتو کې به سره ګورو. د افغانستان د مالونو د خوشې کولو وعده مو هم وکړه، خو نه يوازې چې هغه مالونه مو پر خپل وخت خلاص نه کړل، بلکې زموږ د تعليمي کال نصابي کتابونه مو هم شپږ مياشتې وځنډول چې بيا د برېتانيا او امريکا په سپارښتنه خوشې شول، خو هر څه خراب شوي ول.

ښاغليه عزيز لالا :
د ښاغلي غني د خبرې پر تاييد چې له طالبانو سره د پاکستان مرسته نه وي يوه مياشت دوام نه شي کولی. دا بالکل پرځای د کاڼي کرښه ده. زه به دلته درته د مرحوم مولوي خالص او د هغه د تورې بوړې محاذي زوی يادونه وکړم :
يوه ورځ د مرحوم مولوي خالص محاذي زوی خپل پلار ته د جهاد ويلي وو. پلاره اوس خو امريکا راغلې او موږ بايد جهاد کړو. جهاد اوس پر موږ فرض دی، نو هغه ورته ويلي وو :
((بچو، جهاد مهاد نشته. د امريکا پيسې وې چې پاکستان ته يې ورکولې. پاکستان به ما او نورو مشرانو ته راکولې. ما به بيا خپلو نورو مجاهدينو ته ورکولې)).
که امريکا يې پاکستان ته ورنه کړي، نو ما ته څه راکړي؟ که پاکستان يې ما ته رانه کړي، نو زه به څه مجاهدينو ته څه ورکړم؟ سمدستي راڅخه ځي او نورو تنظيمونو ته ځي چې روسته بيا دا پروسه يا لړۍ له تنظيمونو ختمه او له پوځيانو يا مقاماتو سره وتړل شوه او هغوی به سيده هر چا ته خپله خپله سهميه (برخه) ورکوله. هر چا ته به يې مشخصې دندې سپارلې چې څه وکړي؟ څوک ترور کړي او کوم ځای تخريب کړي؟ قوماندانانو به په دې وياړل چې ((نن مقاماتو غوښتی يم)). د مهمو ځايونو نقشې او معوماتونه به يې وروړل او هغوی ته به يې ورکول.

ښاغليه عزيز لالا :
زموږ پښتون صوفي شاعر وايی :
نه شي د خانانو ملنګانو سره کلي
چېرته عزيز خان چېرته ملنګ عبدالرحمان
که يې درته د ښاغلي غني غوندې په زغرده ووايم :
چېرې ستاسې سياسي ملايان او چېرې زموږ وړانده ملايان، چڼياڼ و قاچاقبران او اوسنی د مدرسې مدرس دا دومره اوږد جنګ کله مخته وړای شي؟ چېرې دا احمقان او چېرې ستاسې استخباراتي، نيابتي او نااعلان شوې جګړه؟ طالبان که ځان په خېټه موړ وساتي، نو شکر دې وباسي.

ښاغليه عزيز لالا :
هسې د يوې بلې بيلګې په توګه د طالبانو په وخت کې مرحوم شيخ حسن جان مدني د صدر له مدرسې څخه د ننګرهار پوهنتون ته راغلی وو. محصلينو ته يې وينا کړې وه او ويلي وو ((دا انجنيري وطب دومره په درد نه خوري. د دې پرځای کې که اردو ژبه ياده کړي دا به ورته ښه وي. ځکه چې اردو اوس يوه عالمي ژبه ده او طب وانجنيري چندان دوی ته په درد نه خوري)).

شيخ حسن جان په اسانه له خپلې مدرسې نه هېچېرې نه خوځېده، خو البته چا به مجبور کړی وو چې افغانستان ته راشي. البته چا به ورته ويلي وو چې دغسې ووايی، کنه هغه ته خو پته وه چې هلته په پېښور کې د پېښور پوهنتون وو طب وانجنيري هلته تدريسېده، ولې يې هلته طالبانو او د پوهنتون محصلينو ته دغسې خبره نه کوله؟

ښاغليه عزيز لالا :
ته خو پوهېږې تاسې خو په پاکستان او په امريکا کې لوړې زده کړې کړي دي، څنګه د داسې يو عالم له خولې نه چې هغه د مدينې منورې له جامعې ((جامعة المدينة المنورة)) له خلاص وي او د ساينسي مضامينو مخالف شي؟ ايا دا د امپړ ملا عمر او د هغه د ړندو څڼورو چڼياڼو خبره وه او که د بل چا؟

تاسې هلته له ځان سره کليسا زغملی شئ، خو زموږ ښوونځي، جوماتونه، پوهنتونونه، سړکونه، رغتونونه، کلينيکونه، بندونه، ابادي او سوکالي زغملای نه شئ.

ستا به ياديږي او يا نه چې په کابل کې ستاسې په سفارت کې يوه مېلمستيا جوړه شوې وه، خو زه به يې درياده کړم :
سعدالدين شپون : ((شرم او اوښکې))
د خدای بښلي امين خبره يې راياده کړه چې کابل کې د پاکستان د سفير ځايناستي د سفارت په يوې مېلمستيا کې ورته ويلي وو چې ((د ننګراريانو لوی جهاد به دا وي چې د درونټې بند والوځوي)). امين صيب په جګ آواز ټولو مېلمنو ته د هغه دا خبره ترجمه کړې وه او ويلي يې وو چې دا ده د جهاد او افغانانو سره د پاکستان خواخوږي، او په پروټسټ يې د نورو استادانو سره مېلمستيا پرېښې وه.
http://www.taand.com/archives/13584
دا خو د نه منلو وړ ده چې څنګه يو امپړ ملا او ناپوه څڼور چڼيان يې دا دومره اوږد او لوی جنګ مخې ته وړي؟ دا لګښتونه له کومه کوي؟ دا خو د ناپوه او امپړ ملا له وسې څه ان چې د استادانو او ملاتړيو يعنې د فضل الرحمن وسميع الحق له وسې هم پورته ده. لږ تر لږه تا خو په امريکا کې زده کړې کړي دي. ته او استادان خو يې پوهېږئ که احمق طالب نه پوهيږي.

د يو افغان وينه برابره خبره ده هغه که طالب وي او کنه له پينځه سوه ميليونو ډالرو څه ان چې له ټولې نړۍ زيات ارزښت لري، خو دا تاسې ياست چې زموږ وينه درته ارزښت نه لري.

ښاغليه عزيز لالا :
موږ ته له تاسې نيولې تر ضياء، اختر، اسلم بيګ، کياني، حميدګل، کرنيل امام، فضل الرحمان، سميع الحق، سراج الحق او اسلاف يې، رحمان شيري، مشاهد حسين، طلعت حسين مسعود او تر بابره پورې د ټولو نيتونه معلوم شول.
صوفي شاعر رحمان بابا :
په ظاهر لباس غلط د سړي مه شه
مينځ يې ګوره چې چعزي دی که مټاک
ګل پاچا الفت :
زړه يې مه بوله تـورکـاڼـى د صحـرا دى
په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي

ښاغليه عزيز لالا :
د پاکستان د يوه خصوصي تلويزون وياند عامر لياقت په تلويزوني خپرونې کې ولسمشر غني ته سپکې سپورې وويل "اشرف غني يو احسان فراموشه، بدکرداره، بد تهذيبه، نمک حرامه او لويدلی انسان دی. موږ تاسو ته پناه درکړه او اوس تاسو مودي ته پناه يوړه؟."
دا چې ستاسې ځينې رسنۍ وايی چې غني د پاکستان استحسان هېر کړ، د څه استحسان؟ والجارالجنب والصاحب بالجنب حکم څه رانغاړي؟ د بابر، ضياء او بوټو دا خبرې هر څه روښانه کوي چې خلکو موږ ته څه په زړه کې لرل؟ څه يې موخه وه او څه يې غوښتل او څه يې وکړل او څه لا کوي؟

The water in Afghanistan must boil at the right temperature.

The Five Evils who destroyed Afghanistan
http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/
Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.
Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.
Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

ان تر دې چې تاسې خو د جهاد آياتونه هم په ښوونيز نصاب کې د دې لپاره شامل کړي وو چې امريکا خوشاله شي نه الله تعالی، نو له داسې ولسه به سړی څه د سړيتوب، تهذيب او د آداب حسن معاشرت تمه ((هيله)) وکړي. يو څوک چې د الله تعالی کلام د غلطې موخې لپاره کاروي او موخه يې هم د غيرمسلم خوشالي او له هغوی څخه شکوڼه وي، نو بې تهذيبه او هم د الله تعالی او د مخلوق احسان فراموشه به څوک وي؟ څوک چې د الله تعالی له مخلوق سره دوکه کوي، الله تعالی به يې په دنيا وآخرت دواړو رسوا، ذليله او شرمنده کړي. برابره خبره ده چې مسلم وي او که غيرمسلم، خو دوکه وفريب ورسره منعه (حرام) ده.

نامتو عالم مولانا محمد خان شيراني په زغرده ويلي وو :
((د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل (فکري شورا) مشر، د مولانا فضل الرحمان د گونديواستازي او د ملي اسمبلې غړي مولانا خان محمد شيراني د نوموړي شورا تر درې ورځنۍ غونډې وروسته رسنيوته ويلي دي، چې د پاکستان په ښوونيز(تعليمي) نصاب کې د قران کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونيزم پرخلاف خلک چمتو کړای شي.)).

دا ستاسې تلويزيونونه او رسنۍ چې ښاغلی غني بې تهذيبه بولي، نو د ښاغلي مولانا دا خبره څوک بې تهذيبه راپېژني؟ تاسې که موږ؟ موږ خو نه يو، که تاسې بې تهذيبه ياست، نو شک يې نشته. مذهب وعقيده يوې خوا ته کړئ، ولې دوکه وفرېب له مطلق انسان سره منعه (حرام) دی، ولو که هر څوک وي؟

ځينو رسنيو غني ((خاين)) بللی. ښاغلی غني خاين، بلکې خاين هغه څوک دی چې د جهاد آياتونه يې پخپل نصاب کې د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړي وو چې د کمونېزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي، خو نن هماغو کمونيستانو ته وروڼه وويل شول او ګلان يې ورته غاړې ته واچول شول. غني خو د چا غاړې ته دا کار نه دی کړی.

ښاغليه عزيز لالا :
دا تاسې چې نن پر روسيه ډېر نازېږئ، ولې ښاغلي پوتين خو هم درته د بريکس په غونډه کې له هماغه دښمن هېواده درباندې غږ کړی وو :
((د روسيې جمهور رئيس ولادمير پوتين او د هند صدراعظم نريندر مودي د دوه اړخبزه ليدنې وروسته په ګدې اعلاميې کې وويل چې د " تروريستانو او د هغوئ د ملاتړ کوونکو لپاره هبڅ زغم نشته"))
د هند لومړي وزير نريندرا مودي پاکستان ته په اشاره ويلي، د هند يو ګاونډی نه يواځې ترهګر روزي، بلکې د ترهګرۍ سوچ خوروي.
مودي زياته کړه:«ترورېزم زموږ په سيمه کې د سولې، امنيت او پراختيا پر وړاندې يو ستر ګواښ دی. په نړۍ د ترورېزم بېلابېلې بڼې د ترورېزم په دغې مور «پاکستان» پورې مربوطېږي.»
هغه د برېکس سرمشريزې ګډنوالو ته وويل چې ياد ګاونډي نه يوازې ترهګرو ته ځای ورکړی، بلکې يو ذهنيت روزي او په لوړ غږ وايي چې ترهګري د سياسي موخو لپاره روا عمل دی.
موده وويل دا هغه ذهنيت دی چې موږ يې په کلکه غندو او د برېکس بلاک په توګه د هغه پر وړاندې بايد ودرېږو.

نړۍ پېژندلي ياست. اصلاً تاسې تهذيب نه لرئ. په انساني کرامت وشرافت او په نيمه نه پوهېږئ. د نړۍ زغم درته نور ختم دی. تر څو به د مذهب په نوم دا لوبې کوئ؟

شيري رحمان :
کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

دا د سرګودې نظامي تيورېسن مفتي څه وايی؟
General Hanid Gul ex-chief of ISI
General Hamid Gul said in a TV interview on January 26, 2015 that” America never trusted us and we never trusted America. We supported America in Afghan Jihad for our own benefits. We built nuclear bomb, got F-16 Fighters , submarine, helicopters and a lot of other defense equipment.” Pakistan used America and the international community for its own benefits in Afghanistan.

د مکار مشرف دروغ ورښتيا خو ان تر بهرنيانو ته هم رسوا شول :
بروسيډل  :
د سي آی ای يو پخواني مامور بروسيدل وايی چې پاکستان د بوش اداره په ډېره چالاکۍ سره تير ايستله.
Pakistan a particularly general Musharaf played the Bush administration like a fiddle.

پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله. مونږ ته يې يوازې د القاعدې هومره کسان راکول چې د بوش اداره خوشاله وساتي. هومره نه چې القاعده دړې وړې شي او د طالبانو برخه خو يې هېڅ څه رانه کړل.

مشرف پوهېده چې له هرې غونډې نه وړاندې خپلې ذخيرې ته نور توکي ورواچوي. د مشرف او د بوش د کتنې په درشل کې به يې د القاعدې يو فعال راوويست چې دا دی څلورم کس، دا دی په القاعده کې درېيم کس مو ونيوه او په دې توګه به يې د انتقاد مخه ډب کړه.

په همدې مهال کې له اسلام اباد نه برېتانيا ته رسېدلو ريپوټونو هم د امريکا ادعا پياوړې کوله. ډګروال ريچارډ کيم Richard Kim د برتانيا د کابيني د استخباراتو پخوانی مشر وو چې د ايم آی شپږ (MI 6) او ايم آی پنځو (MI 5) له ادارو ريپوټونه ورته سپارل کېدل.
I think it was quite clear to us that the Pakistanis were playing very much a double game and a lot of …

زما په اند دا موږ ته تر ډېره څرګنده وه چې ((پاکستان دوه مخې لوبه کوي)). ډېر هغسې چې يې ويل او يا يې کول د لويديزوالو د پام له امله يې کول او اصلي نيت يې دا نه وو.

ښاغليه عزيز لالا :
له تا خو يو پنجابی وزير رحمان ملک هم ښه دی. يوه نيمه رښتيا خبره خو کوي. تاسې پښتانه سياستوال خو دا هم نه شئ کولای.
پر يو شپېلک مو له قطره راوغوښتل او دلته مو وګواښل. طالب احمق کله دومره خپلواکي لري؟ تاسې خو اوس په دې هڅه کې ياست چې بهرنی ملاتړ ورته رامات او د خلکو ذهنيتونه ورته جوړ کړئ.

ښاغليه عزيز لالا :
که په تاسې کې دومره سړيتوب او احساس وای چې دا مو درک کړی وای چې غني له هر چا مخکې لومړی ستاسې پوځي واستخباراتي واکمنانو راولپينډۍ ته درغی او ښه په زغرده او سپينې خبرې يې هلته ستاسې له هغو پوځي واستخباراتي واکمنانو سره ستاسې په پوځي مرکز يا قوماندانۍ کې وکړې چې نه يوازې ستاسې کورنۍ وبهرنۍ پاليسي ټاکي، بلکې زموږ او د هند و کشمير او بنګال او د نورې اړوندې سيمې د بېثباته کولو واک واختيار هم له دوی سره دی.

که ته پوهېږې منحيث يو پښتون سياستوال دا ستا لپاره مرګ دی چې نوموړی ستاسې د پوځي واستخباراتي مرکزي قوماندانۍ ته درغی. ښې سپينې رڼې او پرېکنده خبرې يې درسره وکړې، خو دا چې په زړه کې مو يوه او پر خوله مو بله وه، نو له هماغه خپل اصلي شيطانت له مخې مو پر خپلو وعدو باندې وفا ونه کړه. داسې خو نه شي کېدای چې هم به دوستي کوئ او هم دښمني.

تاسې ته يې د ټولو ناخوالو باوجود بيا هم د دوستۍ لاس درکړ، خو دا چې نه درکې سړيتوب وو او نه يې اهل وئ، ځکه خو پر خپلو کړو ژمنو ټينګ پاتې شوئ، بلکې د ښاغلي له درتګه مو ډېر غلط او ناسم برداشت واخېست. ناسمه انګېرنه مو وکړه او له ځان سره مو ډېره غلطه محاسبه وکړه. د خپل پخواني سياست له مخې مو د هغه خبرې ګپ شپ وګڼلې. داسې ستاسې يو نه سړيتوب وو چې زموږ له څلور لسيزو راهيسې پرله پسې وينې توېدنې مو بيا هم د تېر په شان بابيزه وګڼلې. په بله مانا زموږ او د نورو انسانانو وينه تويونه درته ارزښت نه لري.

پايله :
زموږ، د سيمې او نړيوالو ښکاره او زغرده پيغام درته دا دی چې نور دا د مذهب لوبې پرېږدئ. دا خبرې نورې زړې شوي دي. د نوي عصر له غوښتنو سره ځان سم کړئ چې ګاونډيان، سيمه او نړۍ ان تر دې چې خپل ولس له تاسې څه غواړي؟ له اسلام، مذهب او له ديني بنسټونو مو ناوړه ګټه مه پورته کوئ!

د الله تعالی د دې حکم په رڼا کې چې ((قول معروف خير من صدقة يتبعها اذی)) داسې مرسته چې هغه زموږ د وينې تويولو او هېواد ورانولو سبب کيږي په کار مو نه ده. خو ناپوه و څڼور احمقان مو رام کړئ! له پوځي واستخباراتي و له ديني بنسټونو نه مو د باروتو بوي راخېژي. په الهي ونبوي ارشاداتو کې د بېګناه انسانانو يا ((انسان وژنې)) ته ځای نشته. نور نړيوالو قوتونه هم اتومي قوتونه دي، خو دومره ترېنه ځان ورک نه دی لکه تاسې نه چې ورک دی. اتوم مو د ناروا او نامشروع موخو لپاره مه يادوئ!

په درنښت


پاکستانۍ رسنۍ: اشرف غني دښمن هېواد کې زموږ پر ضد زهر پاشلي
http://www.bbc.com/pashto/world-38208144
سرتاج عزيز: د ولسمشر غني خبرې د افسوس خو د درک وړ دي
http://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-38203388
د ولسمشر غني خبرو پاکستاني مطبوعات پارولي دي
http://www.pashtovoa.com/a/media-pakistan-critizied-ghani-/3625166.html

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery