مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کابل کي د مورنۍ ژبي په اړه دجوړ سوي څړندغوندي پریکړه لیک


د اطلاعاتو او کلتور وزارت، یونسکو نړیوال سازمان، افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې او د ژبو ملي بنسټ پرېکړه ليک
 ۱۳۹۵ل د کب درېیمه
 
د افغانستان په ګډون د نړۍ بېلابېل هيوادونه هرکال د فبروري ۲۱ مه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځي چې همدا نننۍ غونډه په افغانستان کې د دغې نمانځنې څرګنده بېلګه ده.
په افغانستان کې د جګړو، ناخوالو، د مسوولینو د بې غوریو او ټولنیزو بې عدالتیو له امله په مورنۍ ژبه د باکیفیته زده کړو په برخه کې دومره ډېرې ستونزې موجودې دي چې یوازې د دغې ورځې نمانځنه په دغه برخه زموږ شته ستونزې نشي حلولی، نو له دغې ورځې څخه د اعظمي ګټې اخیستلو په خاطر باید مدني بنسټونه، ولسونه، ملي او بانفوذه شخصیتونه، کورنۍ، میندې او پلرونه خپلو اولادونو ته په مورنۍ ژبه د باکیفیته زده کړو د برابرولو غږ وکړي او هر کال په همدې ورځ په مورنۍ ژبه د زده کړو په اړه خپله ژمنتیا بیا تازه، خپل غوښتنه تکرار او خپل غږ لوړ کړي.
په مورنۍ ژبه د زده کړې لپاره زموږ ژمنتیا، په خپله غوښتنه ټینګار او د خپل برحقه اواز او داعیې لوړولو به بالاخره مسوولین دېته وهڅوي او حتی مجبور به یې کړي چې په مورنۍ ژبه زده کړې ته چې زموږ د ماشومانو اسلامي، انساني او قانوني حق دی نه یوازې درناوی ولري، بلکې د دغه حق د تامین لپاره عملي هلې ځلې وکړي.

 د نننۍ غونډې ګډونوال وړاندیز او پرېکړه کوي چې:

 ۱- د افغانستان جمهور رئیس دې:
- چې د یو استاد، عالم او مفکر په توګه په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتیا، ارزښت او ښېګڼې ښې ورمعلومې دي، نو په ټول هېواد کې افغان ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو بهیر د پیاوړتیا په موخه مسوولینو او په ځانګړي ډول د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته واضح دستور ورکړي.
۲-پوهنې وزارت دې :
ـ د اساسي قانون د ۱۶ او ۴۳ مادې د لارښوونې په اساس ماشومانو ته په خپلو مورنيو ژبو د زده كړې اسانتیاوې برابرې كړي . پلازمېنه کابل کې په مورنۍ ژبه د زده کړې پیل شوی بهیر دې د ښار نورو سیمو او د کابل اړندو ولسوالیو ته پراخه او لا پیاوړی کړي. په مورنۍ ژبه د زده کړو ریاست دې ایجاد، يو جامع پلان دې جوړ  او عملي كار دې پيل كړي.
- درسي كتابونه دې په ټولو ژبو د تناسب، تعادل، عدالت، د ټولنې عيني واقعيتونو له مخې چاپ  او وويشي.
- د ښوونكيو په استخدام کې دې ژبنی انډول، رشته او تخصص په پام کې ونیسي او د هغو ښوونکو استخدام ته دې لومړیتوب ورکړي چې د هېواد په دواړو رسمي ژبو تدريس كولاى شي ،  همدا راز دې د دې ترڅنګ درېيمو ژبو ښوونكي هم وروزي.
 ۲ - د لوړو زده كړو وزارت دې:
-         د لوړو زده كړو  په ټولو موسسو، پوهنتونونو او  پوهنځيو كې درسمي او مورنيو ژبو زده كړې اسانتیاوې ډېرې کړي.
-         د هېواد په مرکزي پوهنتونو (كابل، پولیتخنیک، طب، ښوونې او روزنې، حربي او هوایي پوهنتونو) كې دې د هېواد په دواړو رسمي ژبو د تدریس زمينه برابره كړي.
۳- اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې :
-         دهېواد د ژبو د ساتنې، ملاتړ او ودې لپاره  دې جامع پلانونه جوړ كړي.
-         دولتي او نادولتي رسنيو كې  دې د ژبو متوازنه، متناسبه  او عادلانه وده یقیني کړي.
-         دملي ټرمينالوژۍ  د ساتنې او ملاتړ لپاره دې ټينګ اقدامات وكړي.
-         د ژبو د ودې او افغان ملي فرهنګ د ساتنې، پالنې او بډاینې لپاره دې عملي پلانونه او پروګرامونه تطبیق کړي.
 ۴ - د افغانستان ملي شورا دې :
- د قانون جوړوونكي او دقانون پلي كولو د څارونكي په توګه دې د ټولو ژبو د سالمې، متناسبې او عادلانه ساتنې، تقويې او ودې لپاره حكومت سره په ګډه كار وكړي او حكومت دې مجبور كړي چې د افغانستان بچيانو ته په مورنۍ ژبه د زده كړې حق وركړي.
 ۵- دملګرو ملتونو دفترونه او نادولتي ټولنې دې:
- د افغانستان له دولت او حكومت سره  دې مرسته وكړي او حتی له پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته دې په دې شرط ورکړي، چې دافغانستان د ژبو په ساتنه او وده او په مورنيو ژبو د زده كړو برابرولو كې عملي اقدامات وكړي.
- په خپلو خپرونو كې د افغانستان د دواړو رسمي ژبو توازن په پام كې وساتي.
۶- ټولې دولتي او نادولتي رسنۍ دې:
- په مورنۍ ژبه د زده کړې په برخه کې عامه پوهاوی وکړي، کورنۍ او ولسونه دې دېټه وهڅوي چې خپل اولادونه او ماشومان د مورنۍ ژبې ټولګیو او ښوونځیو کې شامل کړي.
د افغانستان ټولو ژبو ته د درناوي د عامولو لپاره خپرونې وكړي.
۷-  مدني ټولنې دې:
- په حكومت او مسوولینو دې فشار راوړي چې د ژبو متوازن پرمختګ او په مورنۍ ژبه د زده کړې برخه کې د اساسي قانون د حکمونو مطابق عملي كارونه وكړي او زده كوونكو ته په مورنۍ ژبه د لومړنيو، منځنيو او لوړو زده كړو په برابرولو كې عملي، چټك او اغېزمن ګامونه پورته كړي.

-        

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery