مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-12-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

شـــیـخ تــه

محمدیوسف خدمتګار


شـیخـه سـتا نـظـرســم نـه دی تـه ګـلان لـیـــدلی نـه شی
د جـنـت مـیـنـه پــــه خـولـه يي جـنـتـیان لـیــدلی نـه شی
لـه تـوراتـه دی زړه تـوردی د زبورانجـل دوښــــمن يي
تـا اسـلام تـنـګ پـیـژنـــدلـي تـه قـرآن لــیـدلـی نــه شـی
تــــه د اور ســره لـوبـیـږی ســـراوکــاردی دی لـه اوره
چـی د لـمـر پـه اورراګـرځـي لوی جهان لـیدلی نــه شی
لـه رڼا ښـکـلا مـنـکـريي تــل د قــــبـرتـورتــم ســـتایـی
سـتا ګـومان دایـمان زیـان دی خـپل ایمان لیدلی نه شـی
کـه کـعـبـه کـه مـیـــکــده ده د ډیــوو پـه اوریـی ویــنـــو
په تـورتم چی ځان پوه نه کړی روڼ آسمان لیدلی نه شی
سـل ګـټـل اویـوڅـټـل کـړي تـا پـیـتـوا دحـلال ورکـــړه
تـا روا نـاروا ګــډ کـړل سـود او زیـان لـیــدلی نــه شـی
تا ولـس په دیــن تـړلی د خپـل دیـن دوښـمن تـه ورکـړو
خدمـتګـار وايي تاواني شـوی خپل تاوان لـیـدلی نـه شـی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery