مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-01-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

مصطفی آرین

غزل
روان يم انتها پورې خو لار نه پيدا کيږي
خودکش نه يمه ژونده چرته دار نه پيداکيږي

مسجد او کليسا رانه تاؤان د دونيا غواړي
په غيرله ما نه بل څوک خريدار نه پيدا کيږي

هم زړه دقاتل ساتي او هم غم زغمي جانانه
دونيا چې پسې چڼ کړې کابل ښارنه پيداکيږي

ثمود قوم چې تسليم نه شوصالح غوندې امير ته
کنعان په سرزمين کې يو انصار نه پيدا کيږي

په وينو مې اودس تازه کوه دقطــر شيخـه
قحطي ده غيرله وينو بل بازار نه پيدا کيږي

دڅړيکو په هجوم او په سلگو کې چې مسکۍ شي
په دومره تحمل داســـې پرهار نه پيدا کيږي

رواج مې د دې خپلې محلې ځکه خوښيږي
بس ټول دوعا دوعا ده يو آزار نه پيدا کيږي

دا سيمه خدای شته با وجود د دومره گذارونو
دې سيمې نه ( آرينه) بل گلزار نه پيدا کيږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery