مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-01-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پوښتنې خدای ته په لیک کې

سیدجیلانی جلان

 

وايي ته ډیر ښکلی یې
ان دومره ډیر چې له شمیر زیات یې
او بې شمېر ښکلی یې
ستا د ښکلا یوې زرې تاب کاینات نلري
وايي ته ډیر مهربان
ان دومره ډير لکه مور پلار په اولاد
له دې اویا چنده زیات
وايي ته سخت قهار یې
ستا له زرې قهر نه
سره دوزخونه امانونه غواړي
***
د ښایستونو پاچا!
لویه مهربانه ذاته!
ای زوروره خدایه !
سلام سلام په دوه لاسي مې سلام
نن دې له خاورې نه جوړ کړي انسان
سل او زر زړونه سره یو کړي دي
د زړه ژورو نه د درد په ژبه
ستا د لوی شان په وړاندې
یوه مودابه ګستاخي کوي پوښتنه کوي
او تاته لیک لیکي
په چیغو ژاړي
***
د ښایستونو پاچا!
لویه مهربانه ذاته!
ای زوروره خدایه !
سلام سلام په دوه لاسي مې سلام
دې ویړ جهان په دې غني جهان کې
زما د خاورې او خټین وجود اړتیا څه شی ده؟
ها کومه تشه ده چې
زما ناڅیزه وجود ډکه کړې؟
***
د ښایستونو پاچا!
لویه مهربانه ذاته!
ای زوروره خدایه !
سلام سلام په دوه لاسي مې سلام
ته خو بیشکه چې پوره یې
ستر یې لوی ذات یې
ته خو په هرڅه باندې پوی ذات یې
خو زه بنده یمه نیمګړی یمه
نو بیا دې ولې دومره هیلې ، خواهشات، غوښتنې
نو بیا دې ولې مینه ، کرکه او سل نورې داسې
په ما کې وکرلې؟
نو چې دې وکرلې
نو بیا دې ولې د بندیز په رسۍ
داسې تړلی یمه
که لږ ځان وخوزوم
نو مستقیم به جهنم ته درومم
***
د ښایستونو پاچا!
لویه مهربانه ذاته!
ای زوروره خدایه !
سلام سلام په دوه لاسي مې سلام
له پیرزو یې دې مننه کوم
چې دې انسان او مسلمان پیدا یم
په تن دې روغ ژوند کې روان پیدا یم
خو د بشر په دومره ستر ټبر کې
ولې پښتون پیدا یم ؟
ولې دې ننګ ، غیرت او داسې سل او زر بلاوې؟
زما په خټه کې غږلي راته
ولې مې ژوند ، مینه او نوره ناروا او روا ؟
فقط د شرم په نوم ټکي نه
مدام قربان دي
***
د ښایستونو پاچا!
لویه مهربانه ذاته!
ای زوروره خدایه !
سلام سلام په دوه لاسي مې سلام
روح ورکوونکی اخیستونکی ته یې
غزت ، ذلات د رزق ورکړه هم د ستا واک کې ده
هر څه د ستا واک کي دي
د قدرتونو ربه !
که عبادت کوم د ستا به کوم
د بل بنده بنده دې ولې کړمه؟
***
د ښایستونو پاچا!
لویه مهربانه ذاته!
ای زوروره خدایه !
سلام سلام په دوه لاسي مې سلام
دا به مې هرڅه په تقدیر کې لیک وي
خو زه مې غواړمه تقدیر بدل کړم
ځکه تقدیر خو په دعا بدلیږي
نو بیا زما دا څو کلنه دعا
د رڼو اوښکو په تک سپین لباس کې
دا په پوره اخلاص پوره باور بشپړه ایماني فضا کې
دغه عاجزه او خوږمنه دعا
ته ولې نه قبلوئ؟
***
د ښایستونو پاچا!
لویه مهربانه ذاته!
ای زوروره خدایه !
سلام سلام په دوه لاسي مې سلام
زه نوره ستړی یمه
زه بیخي مات یمه ناتوانه یمه
ما مې در وغواړه نور
زه په ژوندوني هم یو مړی یمه
***

کابل
۳ مرغوی ۱۳۹۷

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery