مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-02-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مــلــي جـــرګــــــه

فـدامحمد نـومـيـر


د وطــــن پـــه ازادی بـــانـــدي جـــرګـــــه    ده
دا جــرګــه پــــه شـيــرسـرخ کـي مـيلـمـنه     ده
ښـار پــه ښـار، کــلـي پــه کـلـي هـنـګامــه    ده
غـرو رغو کــي پـــورتــه سـوې زمـزمــه    ده
پــه زړګــــي د اســيــا کــــــــي ولــــولــه    ده
ويـښـــوي ويـــده لـــــه خــــوبــه غـلـبلـه     ده
سبــا زيـری د تـيـارو څـه کــه نـن شپــه     ده
دســهـار نـســـيم يـي زیـــری نـښـــا نــــه    ده
هـسـکــه ، دنـګـه د زلــمـو بـګـړی شمله    ده
داشـملــه د پـلار، نـيـکـونـــو خـــــزانـــه    ده
لـوی ، وړو پــــــه ګـــــډه کـړې فيصلـه     ده
پـيـوسـتـون د بـدلونـونــو پــــــيـــلامــــه     ده
را روانـــــه لـــــه هــر لــوري قــافـلـه     ده
يـوو ســرود دی يــوو اواز يــوو تـرانه     ده
کــه لاســونـه سره ورنکـړو نــو ورک ســـو
د دنـيـا پـــه ولسـونــو کــي بـه سـپـک ســــو
هــلـمـند مست پـــه تــــوپــانو تـوپـانــــي دی
ارغستــــان څـــــپـې څـــپـې څـپـڅپـآني  دی
ارغـــــنداب بـِـغــاوت کـــړی طـغيـانـي  دی
هـري خـروښـي په ځـروښونواوخورښی وي
الـيـشـنګ ګــوره ســـــرکښ په سـرکسي وی
الــيـنـګـارګـــــوره ســء‎رکښ پـه سرکښي دی
کــنـړ نـــه دي تـــور ښـارمــار اپـي اپـي دی
ګـومـل نــوم د تــــمــدن او د  هســـــتــي  دی
چـمـچـه مست  پــه شـڼـا شـڼ او پـه مستي دی
کـوکــچـــه نـاڅــي پـــه ګـډا اوخـوشحالي  دی
کـابل رود کـه نــن پـريـشان په پريشا ني  دی
لــــوګــــر زيــــري د ســـبـا د روښـنـايي دی
امو غـرق کړه سره فوځونه پـه  غــړمبي دی
ابــاسـين تـه وار راغــلـــــی سـيــــــلابي دی
چي پرون وو ملکان ځی نـن مــلـــک  ســـو
هر دښمن لــره ګـولۍ د مرګ مردک  ســـــو
دې جرګې تـه راروان حــاجـي مـيرخـان وي
ښـه راغلي ټه يي راوتـی احــمــدخــــان  وي
هـوتکي محمود پـه لــور د اصــــفهـــان  وي
دسـيدال شـيربريتو بريـد هـم پـه کـــرمان وي
اميرکړوړ وي پــاڅــيـدلـی پــه بــاغـران وي
صـفادي ســره مـلګـــري عــيــــــــاران  وي
پـه فرمان هـند او بــنـګـال د فـــريد خان وی
پـهـره دار پــه شيرپور کـي اکـــبـرخان  وی
مسجدي، مشک علم ، مـحـمـدجـانــخـهن وی
دنائب امــيـن الله څــنــګ کـــي ځوانــان وي
ســور پـه ويــنـو د مـیوند دښت اوميدان وي
ژوبـلـور د ايــوب تـــــنـــدر او تــوپآن  وی
راسی لاسي سره ورکړو چي لمرڅرک سو
د وطن نــه تـيـر پـــه ځـــان لکه اڅک سـو
پيرهـرات لاســونـه پــورتـه پـــه دعـا کړي
شيخ متي يي پـــه دعـــا بـانـدي امـنـا کـړي
بيټ نيکه د لـوی څـښتڼ حـمـد وثـنا کــړي
قـوم لـپاره خـیـرغـوشـتنـه په بيابيا کــــړي
بهلول شـپــه پـه عـبادت سـره ســبا کـــړي
نعت وحمد پـه قـلم ښـکل رحمن بابا کــړي
دوه شـمشـيره وي په لاس احـنف نـدا کړي
دا نــدا اوچـت لـه قــبـره شــــهــــدا کــړي
اولـيـا او عـلـمـا پــــــورتــــه صـدا کــړي
عـاشـقـان او عـارفــان هـــم اقــتـدا کــړي
هر يوو کس په خپل خپل وارسره وينا کړي
مـيـر، فـقـير پـه سجود پروت زاري ژړاکړي
لوی څښتن دي زموږ قـبوله اسـتدعا کـړي
دا تياره پـه افـــغـــانـانـو دي رڼـــــا کـړي
کاروان درومي موږ ترې پاته ځی جابک سو
يوو افغان شو، نه پښتون ، تاجک ، ازبک سو
۱۳ـ جولای ـ ۲۰۰۸ م
اقباس زما له شعري ټولګي( څڅيدلي ويني )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery