د سیمیزو ارگانونو د ادارې په
غوښتنه او د ولسمشر کرزي له منظورۍ سره سم رحمت الله روفی د کندهار د نوي والي په توگه وټاکل شو .له دې دمخه
اسدالله خالد د کندهار د والي په توگه کار کاوه .نوی والی چې د افغان ملی پوځ جنرال دی څه موده وړاندي په کندهار
کې د 205 اتل قل اردو مشري کوله خو بیا د نامعلومو دلایلو له امله له دې دندې ګوښه کړای شو .ولسمشر کرزی ته ور نژدې
سرچیني واېې چې د اسدالله خالد د گوښه کولو علت تر اوسه نه شي په ډاگه کولای او نوموړي ته کومه نوي
دنده هم نه ده سپارل شوي.د اسدالله خالد د ماموریت پر مهال د کندهار په ولایت کې په سلگونو پروژې پلي او په
همدې شمیرې نوري رواني دي.اسدالله خالد له کندهار دمخه د غزني د والي په توگه کار کاوه.داسی گنگوسي
هم شته چی نوموړي ته د کورنیو چارو وزارت او ملی امنیت ریاست وړاندیز شوی خو هغه تر اوسه خپل دریځ نه دی
وښانه کړی.
اسدالله خالد او کانادایی قوماندان