مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ټاکنو په مرکزو کي لومړنۍ سرغړوني

سرهان الدین دربار

د کندهار د کاکا سید احمد په لیسه کي د رایه ورکولو په مرکز کي یوشکیر هغه صندقونه ولیدل شوه چي سرونه ئې سیل شوي نه وو.

دکندهار ددزغونې انا په لیسه کي د انتخاباتو کارکونکي هغه ښځو ته چي نه پوهیږي چاته رایه ورکووي په لوی لاس د ډاکټر عبدالله عبدالله نوم ورته په ګوته کیږي او ورته ویل کیږي چي دلته د ( ص) علامه ولیکی .

په همدې مرکز کي یو شمیر ښځي دولایتي شورا د کاندید افغانمل کارتونه چي دهغه عکس ورباندي لګول شوی دی  ښڅو ته ویشي چي دغه کس ته رایه ورکړی لاندي د ډاکټر عبدالله عبدالله  او بسم الله افغانمل په اړه سرغړوني وګورئ 

دکندهار په احمد شا بابا لیسه کي د ټاکنو چارواکو درې کسه هله ونیول کي ۵ ځله ئې خپله رایه دډاکټر اشرف غني په حق کي کارولي وې . او په شپږم ځل  ونیول شول 

د یادولو وړ ده چي د بېنوا ادارې لخوا په کندهار کي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ډاکټر واصفي ته مو د ټیلفون په لیکه همدغه سرغړوني ورسولې .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery