شهلا - دوبۍ
د دوبۍ پولیسو تیره شپه خبر ورکړ چې دوه فلسطنیان یې د حماس د ډلي د هغه قوماندان دوژلو په تور نیولي چې دغلته په مرموز ډول په خپل اقامت ځای کې دوه اونۍ دمخه ووژل شو.
حماس ډلي دغه قتل د اسرایلو د موساد استخباراتي ادارې کار بللی وو.
د دوبۍ د پولیسو مشر په دې باب نور جزیات ورنکړل او زیاته یې کړه چې له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات روان دي او وروسته به روښانه شي چې د حماس دغه قوماندان د چا په دستور وژل شوی وو.