د افغانستان د اقتصاد وزارت په هیواد کي د ۱۴۹ کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو یا انجیوګانو د تړل کېدو خبر ورکړ.
د اقتصاد وزارت په خبرپاڼه کي ویل سوي چي دغه انجیوګاني ځکه تړل سوي، چې په تیرو دوو کلونو کي يي خپل کاري راپور د اقتصاد وزارت ته نه و وړاندي کړی.
تردې پخوا هم د افغانستان د اقتصاد وزارت ۱۷۰ انجیوګاني د راپور نه سپارلو له امله منحل اعلان کړي وې.