دخپریدو نیټه : 2014-04-20 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
د کندهار ولايتي شورا ته نوماند شاه محمود جلالي ووژل شو .
لودين
د کندهار د ولايتي شورا ته نوماند ډورنډ د کرښي په ها غاړه چمن کې د وسلوالو په حمله کې ووژل شو
د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مينه پال وايې چې د شاه محمود جلالي په نوم د کندهار د ولايتي شورا دغه کانديد تيره ورځ په چمن ښار کې د وسلوالو طالبانو په حمله کي ووژل شو او جسد يې تيره شپه د کندهار ميرويس روغتون ته را انتقال شوی دی . .
د مينه پال په وينا تراوسه پاکستان ته د وژل شوي کانديد د سفر هدف په بشپړ ډول نه دی معلوم خو لمړني معلومات وايې چې هغه ناروغ وو او د درملني دپاره تللی وو ..
د دغه وژني مسووليت کومي وسلوالي ډلې نه دی اخستی .
A