دخپریدو نیټه : 2014-07-24 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
چاودنې په تخار کې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
احمد فیصل
د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې چاودنې ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ویل کېږي چاودنه نن له غرمې وړاندې د ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده. لومړني راپورونه وايي چې په دې چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او ۲۱ نورټپیان شوي چې د اتو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.