مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-15   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

ارزګان: غيرقانوني شخصي روغتونونه او درملتونونه وتړل سول.

لودين

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې  د  عامي روغتيا او نورو مسؤلينو يو شمير شخصي روغتونونه، روغتيائي کلينيکونه او درملتونونه وتړل او د هغوي نه ئي  لوحې کښته کړې .
د ارزګان د والي د دفتر خپره سوئ خبرپاڼه واي ، چې د تړل سويو روغتيائي مرکزونو مالکانو د قانوني جواز پرته په ناقانونه توګه فعاليت درلود  ، چې د ټولو نه ليکدړي ښکته او د روغتيائي مرکزونو دروازي ئي تر نامالومه وخته پوري وتړل سوې.
خبرپاڼه وايې ، چې د يادو روغتيائي مرکزونو مالکان به ژر څارنوالۍ ته  ور وپيژندل سي ترڅو د ارزګاني وګړو د ژوند سره د ناسم چلند له آمله خپل ځواب ووائي.
خبرځای د دې لړۍ د جريان خبر ورکړی دی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery