مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-02   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

یان کوبیش د مثبت بدلون په موخه د ولسمشر غني هڅې وستایلې

سید سلام
دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي استازي د مثبتو بدلونونو په موخه د افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي کارونه وستایل او د ډېرو مرستو ډاډ یې ورکړ. ولسمشر اشرف غني احمدزي نن له غرمې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي یان کوبیش سره په ارګ کې وکتل . په دې کتنه کې،یان کوبیش دمثتبتو بدلونونو راوستلو لپاره دولسمشر غني اراده وستایله .کوبیش د افغانستان او امریکا ترمنځ دامنیتي تړو ن دلاسلیک کولو او د ولسمشر دهغه حکم هرکلی وکړ، چې له مخي به یې دکابلبانک دوسیه وڅېړل شي .یان کوبیش همداراز ولسمشر غني ته د ملګرو ملتونو د سر منشي بانکي مون د مبارکي مراتب وړاندي کړل او ډاډ یې ورکړچې ملګري ملتونه به یې له دولته سره دوامداره مرستي کوي . ولسمشر اشرف غني احمدزي هم له یان کوبیش نه مننه وکړه ،چې دټاکنو په پروسه کې یې درایو په ارزونه کې هلې ځلې وکړې او غوښتنه یې وکړه ، چې ملګري ملتونه دي د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې چټکې کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery