دخپریدو نیټه : 2014-11-20 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
کندهار : ترافيکي پيښي د ملي اردو پنځه سرتيري ټپيان کړل .
لودين
په کندهار کې ترافيکي پيښي د ملي اردو پنځه سرتيري ټپيان کړي دي.
پېښه نن سهار ٧ بجي د کندهار ښار د دريمي ناحيې اړوند د کابل دروازې په سميه کې د ملي اردو د رنجر او د ٣٠٣ ډوله موټرونو د ټکر له کبله رامنځ ته سوې ده .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وائې چي په پېښه کې پنځه تنه د ملي اردو سرتيري ټپيان سوي، چي د يوه کس روغتيايې حالت د انديښني وړ دی .