مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني: پر نوماند وزیرانو باور د ولسي جرګې کار دی

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني کاندید وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې لپاره ور معرفي کړل. نوموړي په ولسي جرګه کې د خبرو پرمهال وویل چې تر دې وروسته پر معرفي شویو کسانو باور د ولسي جرګې کار دی. ولسمشر غني وویل هڅه یې کړې چې داسې کسان د کاندید وزیرانو په توګه معرفي کړي چې له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړلی شي. ده دغه راز له ولسي جرګې مننه وکړه چې د کاندید وزیرانو په معرفي کې له ځنډ سره سره یې حوصله وکړه. د ولسمشر له لوري په معرفي شویو کسانو کې کرنې وزارت ته د نوماند محمد یعقوب حیدري نوم نه و او د برېښنا وزارت لپاره د محمود صیقل پر ځای عبدالرحمن صالحي معرفي شو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery