مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-03   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د ځانمرګي بريدګر په موټر کې ۲۰۰۰ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي وه .

لودين
په کندهار ښار کې پوليسو هغه ځانمرګي بريدګر وواژه، چې غوښتل يې خپل هدف ته ځان ورسوي او د چاوديدونکو توکو بار موټر ته چاودنه ورکړي. له بريدګر سره په موټر کي ۲۰۰۰ کيلو ګرامه چاودېدونکو توکي وه. هغه نن غرمه دوولس بجې د کندهار ښار ختيځ ته د شپږمي امنيتي حوزې امريت ته نژدې د پوليسو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته وويشتل سو. د کندهار د امنيه قومندانۍ د امنيت امر جنرال رحمت الله اطرافي د پيښي په ځاي کي خبريالانو ته وويل، چي ځان مرګي هدف ته له رسيدو مخکي د شپږمي امنيتي حوزي پوليسو له ليري په خپل موټر کي وويشت او د ۲۰۰۰ کيلو ګرامو ډک موټر يې د تخنيکي ټيم له خوا شنډ کړل سو . اطرافي خبريالانو ته وويل چي ځان مرګي غوښتل د منډيګک ماڼۍ، هندوستان سفارت او کندهار محبس څخه يو په نښه کړي ، نوموړي زياته کړل ، چې بريدګر وړاندي لا د پوليسو ترتعقيب لاندي وو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery